سرپل (پژواک، ٢٣ غویی ٩٨): ځینې سرچینې په سرپل ولایت کې ۱۴ طالبانو او ۱۲ دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي او وايي، طالبانو د دغه ولایت له سانچارک ولسوالۍ څخه شپږ ملکي کسان له ځان سره بېولي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبېح الله اماني نن په سرپل ښار کې یوې خبري ناستې ته وویل، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د مرکز د قشقري پر پوسته برید کړی چې له امله یې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
دغه راز اماني زیاته کړه، په دې نښته کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سرپل د والي ویاند زیاته کړه، جګړه د شپې په ۱۲ بجو پیل او تر سهاره یې دوام درلود، خو اوس د سیمې وضعیت عادي شوی دی.
په ورته وخت کې د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وویل، په دې نښته کې د مرستندویه ځواکونو د نه رسېدو له امله اووه امنیتي سرتېري وژل شوي، پنځه ټپیان او دوه نور طالبانو ژوندي نیولي دي.
رحماني زیاته کړه، یاده پوسته طالبانو نیولې او وسلې او مهمات یې هم له ځان سره وړي دي.
د یو بل خبر له مخې، طالبانو د سرپل ولایت له سانچارک ولسوالۍ شپږ ملکي کسان بېولي دي.
د سرپل د ولايتي شورا غړي اسدالله خرم وویل، طالبانو تېره ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په «خواجه سرخ» سیمه کې د تلاشۍ د پوستو په جوړولو شپږ ملکي کسان له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
خرم زیاته کړه، څلور تښتول شوي کسان د سرپل د سوزمه کلا ولسولۍ او دوه نور یې د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
د سرپل د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق هم د طالبانو لخوا د یادو شپږو کسانو بېول تایید کړل.
طالبانو تر اوسه د یادو دوو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن