ښرنه(پژواک، ٢٣غويى ٩٨): په پکتيکا کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه کې لس پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په مټا خان ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى چې د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې شپږ طالبان وژل شوي، پنځه نور ټپيان دي او وسلې او مهمات يې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ده وويل چې د همدې جګړې پرمهال درې پوليس وژل شوي او يو هاموې ټانګ يې هم له منځه تللى دى.
خو په مرکز ښرنه کې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه له يادې پېښې څخه د لسو پوليسو جسدونه او په همدې شمېر ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.
دغه راز د مټاخان ولسوالۍ د مريانو کلي يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم خو تر سهاره جګړه روانه وه.))
بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د پکتيکا د مټا خان ولسوالۍ په مريانو کلي د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې نهه پوليس وژل شوي، يو ژوندى نيول شوى او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو د پکتيا-پکتيکا د لويې لارې په اوږدو کې پر امنيتي پوستو هم بريدونه کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات نه شته .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن