ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز د دولتي روغتون کارکوونکو اعتصاب کړی

د نیمروز د دولتي روغتون کارکوونکو اعتصاب کړی

author avatar
13 May 2019 - 19:06
د نیمروز د دولتي روغتون کارکوونکو اعتصاب کړی
author avatar
13 May 2019 - 19:06

زرنج (پژواک، ٢٣ غویی ٩٨): د زرنج ښار د ولایتي روغتون ډاکتران وايي چې دوی د عدلي او قضايي ارګانونو د ناسم چلند له امله په زرنج روغتون کې اعتصاب پیل کړی دی.

د زرنج روغتون یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیتي او قضايي ارګانونو د ناسم چلند له امله یې پر اعتصاب لاس پورې کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((هرکله چې د تورن شخص د عمر د ټاکلو استعلام روغتون ته راځي، محرم نه وي او له هغې مخکې د تورن کس پایواز روغتون ته رارسېږي، چې دا زموږ امنیت ګواښي.))

د نیمروز د عامې روغتیا رییس ډاکتر خسرو یوسفزي د زرنج د دولتي روغتون د ډاکترانو اعتصاب تاييد کړ او پژواک ته يې وویل، نن سهار یې اعتصاب پیل کړی وو، خو یاده موضوع د حل کېدو په حال کې ده او ډاکتران به خپل کار ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ یاده موضوع د ولایت له مقام او عدلي او قضايي بنسټونو سره شریکه کړې او ستونزه حل شوې ده.))

 هغه زیاته کړه، ځينې ډاکتران د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا ګواښل کېږي.

هغه وویل، دا چې عدلي طب مجهز نه دی او د تورن کس واقعي عمر نه شي ثابتولای، د عدلي طب قوانین هم دا دي چې اټکلي پرېکړه کوي او د سن له یوه تر درېیو کلونو توپیر یې ستونزه نه ده.

هغه زیاته کړه: ((د یو شمېر موضوعاتو په اړه ډاکترانو نظر ورکاوه، خو وروسته قضا دویم ځلي رالېږل. ډاکتران وايي، دویم ځل څه ډول پر خپل نظر بل نظر ورکړو، چې دا جرم ګڼل کېږي.))

بلخوا د نیمروز ولایت د استیناف محکمې رییس سید عبدالقیوم کمالي وویل: ((نن مو د زرنج دولتي روغتون له ډاکترانو سره ناسته درلوده، د زرنج روغتون ځینې ډاکتران هم د قانون په اړه بشپړ معلومات نه لري او عدلي او قضايي ارګانونو ته هم اجازه نه ورکوو چې یوه موضوع په زور پر ډاکترانو تحميل کړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.))

امنیتي ارګانونه د خپل چلند دلیل قانوني ګڼي او یوه امنیتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، د دولتي روغتون کارکوونکي ډېر عمر لرونکي کسان تر ۱۸ کالو د کم عمره معرفي کوي څو د بند په موده کې یې کمښت راشي.

په ورته وخت کې بېوزله او بې سرپناه خلک له ولسوالیو او کلیو څخه د زرنج ښار ته راغلي دي او ساعتونه کېږي چې درملنې لپاره انتظار دي او هیله من دي چې یاده ستونزه ژر حل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.