غزني ښار (پژواک، ٢٣ غويي ٩٨):د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د درېيو وروڼو په ګډون شپږ ملکي وګړي او ١٢ طالبان وژل شوي دي.
په غزني کې يوې حکومتي سرچينې د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون سهار د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اندړو ولسوالۍ په خاني سيمه کې پر ملکي خلکو بريد کړى دى.
دى وايي چې په دغه بريد کې د درېيو وروڼو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ده زياته کړه:((په دغه سيمه کې طالبان هم د خلکو په کورونو کې پټ شوي وو چې په بريد کې ١٢ طالبان هم وژل شوي دي.))
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ده وويل: ((بييګاه زموږ کلي ته طالبان راغلي و خو بيا سهار کې هوايي بريد وشو او زما د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.))
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي چې په دغه بريد کې وژل شوي کسان ټول طالبان دي.
ده زياته کړه: ((دغه شپږ کسان په فولډر موټر کې سپاره و چې بريد پرى شوى، خارجيانو موږ ته احوال راکړى چې دا ټول طالبان دي.))
طالبان بيا د نوري څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ تېره ورځ د حکومتي ځواکونو په بريد کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دى وايي چې پرون په غزني کې طالبانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن