ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي ناکام بولي

د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي ناکام بولي

author avatar
14 May 2019 - 19:19
د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي ناکام بولي
author avatar
14 May 2019 - 19:19

کابل (پژواک، ۲۴غویی ۹۸): د مشرانوجرګې ځینې غړي، په افغانستان کې د داعش مشرتابه حضور په تړاو د ګونګوسو ترڅنګ، دې جرګې ته د امنیتي ځواکونو نه حاضروېدو په اعتراض کې، هغوی ناکام بللي او د هغوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

مشرانو جرګې د ملي دفاع سرپرست وزیراسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي مشرمحمد معصوم ستانکزی یادې جرګې ته ور بللي وو څو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي؛ خو په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د مکتوب په استولو ویلي دي چې امنیتي چارواکي د بوختیا له امله نه شي کولی نن دې جرګې ته حاضرشي.

دې موضوع د خلکو استازو غوسه راوپاروله.

په دې جرګه کې د بدخشان خلکو استازې ګلالۍ اکبري وویل: ((د امنیتي چارواکو نه راتګ وښوده چې هغوی د ویلو لپاره څه نه لري، د هغوی نه حاضرېدل له قانون څخه د تېښتې په معنا ده.))

په یاده جرګه کې د جوزجان خلکو استازي محمدعظیم قویاش وویل چې امنیتي ځواکونه  له دې امله نن د جرګې غونډې ته حاضر نشول چې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب کې کمزوري او ناتوانه دي او د ویلو لپاره څه نه لري.

نوموړي له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې امنیتي چارواکي ګوښه کړئ؛ ځکه د هغه په وینا هغوی د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

د بامیان خلکو استازي قیس وکیلي هم امنیتي چارواکي ناکام بولي او د هغوی د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړه: ((د دفاع وزارت سرپرست (اسدالله خالد) د خپلې معرفي په ورځ ویلي و چې هم سر نیسو او هم سنګر؛ خو اوس موږ هره ورځ هم سر ورکو او هم سنګر.. دا (امنیتي چارواکي) ناکام دي یا دې خپله استعفا ورکړي او یا له ولسمشر غواړم چې هغوی له دندو ګوښه کړي.))

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار دې جرګې ته د امنیتي ځواکونو نه حاضرېدل له قانون څخه سرغړونه بولي ویې ویل: ((د امنیتي ځواکونو نه راتګ د هغوی بي کفایتي ښیي، هغوی د مشرانوجرګې پر وړاندې بي اعتنايي کړې ده.))

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم د جرګې غونډې د امنیتي ځواکونو پر نه حاضرېدو نیوکه وکړه ویې ویل: ((تل له اجرایي قوې سره همکار وو؛ خو همکاري باید دوه اړخېزه وي، د حکومت دوګونی چلند موږ ته د منلو وړ نه دی، له امنیتي چارواکو سره کومه دښمني نه لرو، مسوولیت لري چې راشئ او ځواب ووایئ، هغوی د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.))

نوموړي زیاته کړه که امنیتي چارواکي تر راتلونکي یکشنبې ورځې د مشرانو جرګې غونډې ته حاضر نه شي، جرګه به د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.

د ننګرهار امنیتي وضعیت You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.