ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتل قول اردو په اروزګان، کندهار او زابل کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اتل قول اردو په اروزګان، کندهار او زابل کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

author avatar
14 May 2019 - 11:49
اتل قول اردو په اروزګان، کندهار او زابل کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي
author avatar
14 May 2019 - 11:49

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): په سوېل کې د ٢٠٥ اتل  قول اردو وايي چې په اروزګان، کندهار او زابل ولايتونو کې د عملياتو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عسی وايي چې د اروزګان د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو د ځپلو په موخه يې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، دا عمليات وروسته له هغه ترسره شول چې وسله والو مخالفينو پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي وو.

د نوموړي په وينا،  په دغو عملياتو کې ٢٦ و سله وال طالبان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.

بلخوا د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مانده سيمه کې عمليات کړي، ١١ وسله والو طالبان يې وژلي او درې يې  وژلي دي.

سرچينې دغه راز ويلي چې په زابل ولايت کې هم د عملياتو پر مهال دوه تنه وسله وال وژل شوي او يو موټر يې له منځه وړل شوى دى.

وسله والو طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه  نه دي ويلي، خو دوى هم د سوېل په يو شمېر ولايتونو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.