کابل (پژواک، ٢٤ غویی ٩٨): د ولسمشرۍ ریاست وايي چې د قانون د تفسیر یوازېنۍ مرجع د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ده، سیاسي ګوندونه او کسان په خپله خوښه د قانون تفسیر نه شي کولای.
ارګ دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا دوې ورځې مخکې په یوه ناسته کې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حکومت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: ((د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ځینو نوماندانو څرګندونو ته په پوره احترام باید ووایو چې د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع ستره محکمه ده. سیاسي ګوندونه او کسان نه شي کولای چې په خپله خوښه د قانون تفسیر وکړي.))
نوموړي زیاته کړه، د «سرپرست حکومت» په نوم بل هر ډول ترتیبات د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خلاف دي او د یو شمېر نوماندانو لخوا مطرح شوي میکانیزمونه هېڅ قانوني اساس نه لري.
چخانسوري وویل، پر دې هر څه سربېره ټول جریانونه د لاریونونو او ټولنو له قانون سره سم د مدني اعتراضونو حق لري، په دې شرط چې د نافذه قوانینو پر اساس ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د ملي یووالي حکومت د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې په کار پیل کړی او پنځه کلنه موده یې د روان کال د تلې په میاشت کې بشپړېږي.
ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د تلې په میاشت کې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن