جلال اباد (پژواک، ۲۴ غویی ۹۸): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د جلال اباد ښار د امنيت د ټينګښت لپاره د امنيت چارې سر له نن څخه ځانګړو ځواکونو ته وسپارل شوې.
مل پاسوال عبدالرقيب مبارز دا څرګندونې نن جلال اباد ښار کې د وروستي امنيت وضعيت په اړه د خلکو تر اندېښنو وروسته خبريالانو ته وکړې.
هغه وويل د خلکو د اندېښنو د لرې کولو په موخه يو ځل بيا لکه د پخوا په څېر د جلال اباد ښار امنيت ځانګړو ځواکونو ته سپاري او دغه چاره به سر له نن څخه ترسره شي.
دی وايي، يو ځل بيا به دغه ځواکونه د امنيت د ټينګښت په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې تلاشۍ پيل کړي.
ده پر خلکو غږ وکړ چې له يادو ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي او د تلاشيو پرمهال د هغوی لارښوونو ته پاملرنه وکړي او پرېکړې يې ومني.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په جلال آباد کې وسله وال بريدونه او چاودنې ډېرې شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن