ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د دارالمعلمين د محصلینو شمېر کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی

د لوګر د دارالمعلمين د محصلینو شمېر کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی

author avatar
14 May 2019 - 15:22
د لوګر د دارالمعلمين د محصلینو شمېر کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی
author avatar
14 May 2019 - 15:22

پل علم (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): د لوګر د دارالمعلمين رييس وايي چې په تېرو څو کلونو کې دې ادارې ته د نه پاملرنې له امله د زده کوونکو شمېر شاوخوا ٨٠ سلنه کم شوى او که چېرې پاملرنه ورته ونه شي، نو سقوط به وکړي.

د لوګر د دارالمعلمين نوي رييس محمد اکبر ستانکزي د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ساينس، ديني علومو، پښتو، دري، انګليسي، رياضي او کيميا څانګې په دغه دارالمعلمين کې فعالې دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په دغو څانګو کې درې سوه زده کوونکي زده کړې کوي چې د پخوا په پرتله يې شمېر ډېر کم شوى دى.

دى زياتوي: ((څلور کاله وړاندې په دغه دارالمعلمين کې ١٣٠٠ کسانو زده کړې کولې، په تېرو کلونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې، شاګردان ورته نه دي جذب شوي نو اوس يې شمېر درې سوو ته راټيټ شوی دی.))

د هغه په وينا، د دارالمعلمين لپاره نوې ودانۍ جوړه شوې، ٣٥ جريبه احاطه لري خو که نوي زده کوونکي ورته جذب نه شي، نو يو کال وروسته به سقوط وکړي.

ستانکزى وايي چې دغه ستونزه يې له ولايت مقام او نورو چارواکو سره شريکه کړې او هغوی یې د حل لپاره ژمنې کړې دي.

دغه راز د دغه دارالمعلمين يوه زده کوونکي صابر پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله د زده کوونکو شمېر سږ کال ډېر کم دى.

هغه وايي: ((ډېر شاګردان اقتصادي ستونزې لري، نورو ولايتونو ته نه شي تللى پر دې خوښ دي چې په خپل ولايت کې لوړې يا نيمه لوړې زده کړې وکړي.))

د يادې موضوع په اړه د لوګر د پوهني رياست وياند شاپور عرب پژواک ته وويل چې د دارالمعلمين د زده کوونکو د کموالي اصلي ستونزه په تېرو دوو کلونو کې د کانکور په ازموينه کې د زده کوونکو له لوري د دغه دارالمعلمين نه انتخاب دى.

ده وويل: ((که شاګردان يې انتخاب کړي نو موږ کولاى شو چې په دغه دارالمعلمين کې يې په اووه برخو په ښه توګه روزنه ورکړو.))

د يادونې ده، د لوګر دارالمعلمين په ١٣٨٦ کال کې تاسيس شوى چې د مرکز پل علم سربېره په خوښۍ، بره کي برک، څرڅ او ازرې ولسواليو کې الحاقيې لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.