د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي ناکام بولي

د مشرانو جرګې غړي امنیتي چارواکي ناکام بولي

May 14, 2019 - 19:19

کابل (پژواک، ۲۴غویی ۹۸): د مشرانوجرګې ځینې غړي، په افغانستان کې د داعش مشرتابه حضور په تړاو د ګونګوسو ترڅنګ، دې جرګې ته د امنیتي ځواکونو نه حاضروېدو په اعتراض کې، هغوی ناکام بللي او د هغوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

مشرانو جرګې د ملي دفاع سرپرست وزیراسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي مشرمحمد معصوم ستانکزی یادې جرګې ته ور بللي وو څو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي؛ خو په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د مکتوب په استولو ویلي دي چې امنیتي چارواکي د بوختیا له امله نه شي کولی نن دې جرګې ته حاضرشي.

دې موضوع د خلکو استازو غوسه راوپاروله.

په دې جرګه کې د بدخشان خلکو استازې ګلالۍ اکبري وویل: ((د امنیتي چارواکو نه راتګ وښوده چې هغوی د ویلو لپاره څه نه لري، د هغوی نه حاضرېدل له قانون څخه د تېښتې په معنا ده.))

په یاده جرګه کې د جوزجان خلکو استازي محمدعظیم قویاش وویل چې امنیتي ځواکونه  له دې امله نن د جرګې غونډې ته حاضر نشول چې د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب کې کمزوري او ناتوانه دي او د ویلو لپاره څه نه لري.

نوموړي له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې امنیتي چارواکي ګوښه کړئ؛ ځکه د هغه په وینا هغوی د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

د بامیان خلکو استازي قیس وکیلي هم امنیتي چارواکي ناکام بولي او د هغوی د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړه: ((د دفاع وزارت سرپرست (اسدالله خالد) د خپلې معرفي په ورځ ویلي و چې هم سر نیسو او هم سنګر؛ خو اوس موږ هره ورځ هم سر ورکو او هم سنګر.. دا (امنیتي چارواکي) ناکام دي یا دې خپله استعفا ورکړي او یا له ولسمشر غواړم چې هغوی له دندو ګوښه کړي.))

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار دې جرګې ته د امنیتي ځواکونو نه حاضرېدل له قانون څخه سرغړونه بولي ویې ویل: ((د امنیتي ځواکونو نه راتګ د هغوی بي کفایتي ښیي، هغوی د مشرانوجرګې پر وړاندې بي اعتنايي کړې ده.))

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم د جرګې غونډې د امنیتي ځواکونو پر نه حاضرېدو نیوکه وکړه ویې ویل: ((تل له اجرایي قوې سره همکار وو؛ خو همکاري باید دوه اړخېزه وي، د حکومت دوګونی چلند موږ ته د منلو وړ نه دی، له امنیتي چارواکو سره کومه دښمني نه لرو، مسوولیت لري چې راشئ او ځواب ووایئ، هغوی د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.))

نوموړي زیاته کړه که امنیتي چارواکي تر راتلونکي یکشنبې ورځې د مشرانو جرګې غونډې ته حاضر نه شي، جرګه به د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.

د ننګرهار امنیتي وضعیت

په جلال آباد ښار کې تېر ماښام د څلور پرله پسې چاودنو له امله، څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار یاد برېدونه غندلي هغه یې بشر ضد جنایت وباله ویلي يې دي چې باید امنیتي ځواکونه له مخکې څخه ډېر فعال شي، څو وسلوال مخالفین و نه توانېږي چې عام وګړي په نښه کړي.

هغې زیاته کړه چې د ننګرهار اوسېدونکي خوندي نه دي او هره ورځ په دې ولایت کې په بېلابیلو نومونو خلک وژل کېږي.

د جرګې بل غړي عطاالله لودین د ننګرهار امنیت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل: ((حکومت باید متوجه و اوسئ چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر ابوبکر بغدادي حضور په اړه راپورونه ريښتیا دي که نه؟ که واقعیت لري باید تدابیر تر لاس لاندې ونیسي او که حقیقت نه لري، نو هرومرو د داعش مشر ته په افغانستان کې د حضور لار هواروي.))

نوموړي زیاته کړه: ((که بغدادي په افغانستان کې وي، د ځینو هېوادونو له همکارۍ پرته ناشونې ده؛ ځکه افغانستان له سوریې او عراق سره پوله نه لري.))

لودین وویل چې ناامني او ځانمرګي بریدونه  او چاودنې په ننګرهار کې زیاتې شوې دي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

په ورته مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو ځینو استازو د ملي شورا په انګړ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار امنیتي وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

په ولسي جرګې کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي حضرت علي په دې خبري ناسته کې وویل: ((په ننګرهارکې ځیني کسان شته چې د ځانمرګیو، داعش ډلې په لېږد، نشه یي توکو او جنايي جرمونو کې ښکېل دي او څو چې هغوی د قانون منګلو ته و نه سپارل شي د ننګرهار امنیتي وضعیت به سم نه شي.))

په دې وروستیو کې د بریتانیا ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د داعش ډلې مشرابوبکربغدادي په افغانستان کې شتون لري.

حضرت علي په افغانستان کې د بغدادي شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((همدا اوس د بهرنیو جنګیالیو لسګونه کورنۍ په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې ځای پرځای شوي دي که حکومت خبر نه وي د حکومت کمزوري ښيي او که خبر وي او لاس په کار کېږي نه نورې پوښتنې راولاړوي چې باید امنیتي چارواکي یې ځواب ووايي.))

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په افغانستان کې د ابوبکر بغدادي د حضور په اړه وویل: ((دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي چې ایا بغدادي دهېواد په ختیځ کې شتون لري که نه؟ که شتون لري څرنګه راغلی دی؟ او که نه دی راغلی ولې دا ډول خبرونه خپرېږي؟))

د مشرانو جرګې مشر د ننګرهار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله ویې ویل چې اوس په ننګرهار کې هېڅ کس خوندي نه دی.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ د ننګرهار اوسېدونکي په انفجار او انتحار کې او یا د مافیايي ډلو له لوري وژل کېږي.

ولسمشرۍ دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره په ننګرهار کې د تېرې ورځې پرله پسې چاودنې غندلي وایي چې د دولت وسلوالو مخالفینو د روژې په مبارکه میاشت کې یو ځل بیا وښوده چې د الهي اوامرو او د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري.

سرچينه کاږي: (( د افغانستان او اسلامي نړۍ دیني عالمانو په غوڅ اکثریت په افغانستان تپل شوې جګړه مردوده وګڼله او د افغانانو وژل یې فتنه بللي دي، سربېره له دې هم ترهګرې ډلې ان د روژې مبارکه میاشت کې پر دې ناروا جګړې ټینګار کوي او د خلکو له وژنو لاس نه اخلي.))

د هېواد ولسمشر د دې برېدونو د غندنې ترڅنګ ویلي دي: ((ترهګر او د هغوی پلویان پر ملکي تاسیساتو او عامو خلکو د جنایتکارو بریدونو په ترسره کولو نه  شي کولی چې د راتلونکې روښانه په تړاو د خلکو اراده کمزوري کړي.))

په ورته مهال د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل چې د جلال اباد ښار امنیت لا خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته شوي او د پولیسو ځانګړي ځواکونه د ښار په بېلابېلو سيمو کې ځای پرځای شوي دي.

هغه زیاته کړه جلال اباد ښار ته د ټولو غځېدلو لارو په اوږدو کې ګزمې او چک پاینټونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي همداراز وویل چې نورې طرحې هم تر لاس لاندې نیول شوي دي چې د اړتیا پرمهال به نوې امنیتي پوستې په بېلابېلو سيمو کې ځای پرځای شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement