کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨) : د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې د ښوونځي ښوونکى او ديني عالم د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د خاکجبار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي سميع الله د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په بر کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، نامعلومو وسله و الو ددغې ولسوالۍ اوسېدونکى ديني عالم مولوي فياض الحسن عالمي چې په لېسه کې د ښوونکي په توګه يې دنده هم لرله، پر ډزو سره وژلى دى.
د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي زبيدالله سهاک پژواک اژانس ته وويل چې دغه ديني عالم د خورد کابل د عالي لېسې ښوونکى و، چې د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياتوي چې وسله والو له جومات څخه ايستلى او بيا يې بهر پر ډزو سره وژلى دى.
امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن