کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۸): د ټاکنو کمېسیون یوه معتبره سرچینه وايي، د کابل د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تېره ورځ اعلان نه شوې خو ټاکل شوې چې نن له غرمې وروسته اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو وروستیو پایلو په اړه یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې تطبیق او تخنیکي څېړنې بشپړې کړې او د ورځې تر پایه د یاد ولایت وروستۍ پایلې اعلانوي.
د یاد کمېسیون یوې معتبرې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تېره ورځ تصمیم دا وو چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله اعلان نه شوې.))
هغه د کابل په وروستيو پایلو کې رامنځته شوو بدلونونو ته په اشاره وویل، یو شمېر تازه کسان ولسي جرګې ته بریالي شوي خو شمېر یې مشخص نه کړ.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه، په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه خو په غزني ولایت کې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کابل پرته د ټولو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان کړې دي.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې تېره شنبه «د غويي ۲۱ مه» د کابل له استازو پرته ترسره شي خو د یاد ولایت مخکښو نوماندانو د ملي شورا مخې ته لاریون وکړ او ددغه کار مخه یې ونیوله.
د ټاکنو کمېسیون همغه ورځ ویلي و چې تر راتلونکو دوو ورځو به د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي خو تر اوسه یې نه دي اعلان کړې.
په ورته وخت کې تېره ورځ هم د کابل ولایت یو شمېر معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون مخې ته لاریون وکړ او د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لغوې او بیا ترسره کېدو غوښتنه یې کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن