ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ګردېز- زرمت سړک د جوړېدو کار دې چټک شي”

“د ګردېز- زرمت سړک د جوړېدو کار دې چټک شي”

author avatar
14 May 2019 - 11:45
“د ګردېز- زرمت سړک د جوړېدو کار دې چټک شي”
author avatar
14 May 2019 - 11:45

ګردېز (پژواک، ٢٤ غويی ٩٨): د پکتيا د مرکز اوسېدونکي د ګردېز ــ زرمت سړک د رغنيزو چارو د چټک کېدو غوښتنه کوي او وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې ډېر لږ کار شوى دى.

دوی وايي، د سړک چارو ترسره کېدو ته زمينه برابره ده او ولايتي مسوولين بايد د شرکت پر مسوولينو د کارونو چتک کولو په موخه فشار راوړي.

د ګردېز اړوند د ابراهيم خېلو کلي يو تن قومي مشر حاجي نظر خان په دې اړه پژواک ته وويل چې له ډېر انتظار وروسته د ياد سړک هوارولو کارونه پيل شوي، خو په خبره يې په څلورو مياشتو کې يوازې شاوخوا څلور کيلومتره هوار شوی دی.

د خان په خبره، د سړک په کارونو کې خلک همکاره دي، خو زياتوي چې دا ډول ټکنی کار د منلو نه دی.

نوموړي وويل: ((په دې رقم کار خو ولا په پنځلس کاله کې هم جوړ شي. دومره خو په لاس ګاډي هم جوړېږي، دومره به مې اوس په بېلچه هم جوړ کړی و. يو ډمپر ده او يو ګرېډر ده، ښکته، پورته يې ولي، راولي او يو څو مزدوران دي د سړک تيږي اخوا، دېخوا واچوي، نوره کيسه ختمه شي او کور ته ولاړ شي. په دې ډول خو نه جوړېږي.))

د سيمې بل اوسېدونکی عثمان غني هم پر کېدونکي کارونو نيوکه کوي او وايي چې دغه کار خلک د سړک جوړولو په اړه د دولت پر نيت شکمن کړي او په کار ده چې لازمې کاري کچې ته د رسېدو لپاره يې جدي اقدام وشي.

غني له وسله والو طالبانو هم غواړي چې د خلکو اړتياوو او ستونزو ته په کتو د سړک د کارونو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((شرکت والا موږ هم پرېشاني کې اچولي يو او حکومت هم. پوستې شته او خلک همکاره دي. دا سړک نه د طالب دی او نه د حکومت، دا د خلکو سړک دی، د خوار او غريب سړک دی،چې څوک مريض شي يا زخمي شي، په دې سړک ځي، دولت په طياره کې هم تللی شي.))

امنيتي مسوولين هم د يادې لويې لارې د امنيت خونديتوب ډاډ ورکوي او وايي چې له امنيتي اړخه تر اوسه د کارونو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او شرکت کولای شي په پوره اطمينان چټک کار وکړي.

د يادې لويې لارې د امنيتي ټولي يو مسوول ايوب خان وايي: ((د دې سړک د پروژې امنيت ډېر ښه دی، وضعيت نورمال دی او تر اوسه هېڅ مشکل نشته. د پروژې والا دې خپل کار کوي، موږ او هماهنګي اماده يو چې امنيت ورته تامين کړو انشاالله.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې له ډېرو هڅو وروسته د ګردېز ــ زرمت په جنجالي پروژه کار پيل شوی،خو د کارونو له جريان خوښ نه دی او وايي هڅه کوي چې يادې رغنيزې چارې چټکې شي.

کټوازي پژواک ته وويل: ((مشخصاً دوه جنجالي پروژې چې د زرمت سړک او د مچلغو بند دی، په دواړو عملاً کار روان دی، ولې د توقع نه ټيټ روان دی، زموږ غوښتنه دا ده چې کار تېز شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.