ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: د ننګرهار اداره له موږ سره پر امنيتي موضوعاتو مشوره نه کوي

ولايتي شورا: د ننګرهار اداره له موږ سره پر امنيتي موضوعاتو مشوره نه کوي

author avatar
14 May 2019 - 15:54
ولايتي شورا: د ننګرهار اداره له موږ سره پر امنيتي موضوعاتو مشوره نه کوي
author avatar
14 May 2019 - 15:54

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی؛ خو ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه يې هېڅ غم نه خوري.

دوی وايي، هدفي وژنې، چاودنې او په ولسواليو کې د وسله والو د جګړو له امله د خلکو بې ځايه کېدل اوج ته رسېدلي او هره ورځ يوه امنيتي پېښه رامنځته کېږي.

د ولايتي شورا رييس او يو شمېر غړو د يو خبري کنفرانس پرمهال دا شکايت هم وکړ چې ولايتي اداره ورسره په هېڅ مهمه مساله کې مشوره نه کوي.

خو د ننګرهار والي وايي، د شورا رييس وروسته له هغه د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه شريکه کړه چې د نوي امنيه قوماندان په راتګ سره په حوزو او ماموريتونو کې د وکيلانو په واسطو مقرر شوي کسان تغير او تبديل شول.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت د غويي په ۲۴مه د شورا په انګړ کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، د دغه ولايت امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

هغه وايي، هره ورځ په ښار کې يا چاودنه کېږي او يا خلک ترور کېږي او دغه راز په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو د نښتو له امله زرګونه کورنۍ کډوالې شوې خو ولايتي اداره يې هېڅ غم نه خوري.

نوموړي دا شکايت هم وکړ چې ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه د دوی هېڅ مشورې ته غوږ نه نيسي او په هېڅ کار کې ورسره همغږي نه کوي.

د شورا غړي اجمل عمر هم په تېرو درېيو مياشتو کې د ننګرهار امنيت خراب ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې ولايتي اداره بايد د دغې ستونزې د حل لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه د ټولې شورا نه بلکې د شورا د رييس ده چې د هغه د شخصي ګټو د خطر له امله يې څرګنده کړې ده.

دی وايي،د نوي امنيه قوماندان په راتګ سره په امنيتي ليکو کې ډېر بدلون راغلى او هغه کسان تغير او تبديل شوي چې د وکيلانو په واسطو له کلونو راهيسې مقرر شوي دي.

دی که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي، ځينې اشخاص د دا ډول کنفرانسونو په ورکولو غواړي په دولت او امنيتي ارګانونو فشار راوړي او خپل کسان بېرته په خپلو ځايونو مقرر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ننګرهار کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.