ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړى

د اروزګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړى

author avatar
15 May 2019 - 15:45
د اروزګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړى
author avatar
15 May 2019 - 15:45

ترینکوټ ( پژواک، ۲۵ غویی ۹۸ ): د اروزګان د ملکي روغتون لسګونو کارکوونکو د دوى پر وړاندې د یوشمېر ستونزو په غبرګون کې کاربندیز وکړ او د ناروغانو پرمخ یې د روغتون دروازه وتړله.

دوى شکايت کوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي اخيستي، روغتون کې دیوشمېر نارینه او ښځینه پرسونل نشتوالى، د درملو کموالی او په ټوله کې د اړوند مسوولینو له خوا دوى ته نه پاملرنه هغه ستونزې يادې کړې چې دوى يې په غبرګون کې کار بندېز کړى.

د ولایتي روغتون د وینې بانک مسوول علي پژواک اژانس ته وویل، درې میاشتي کیږي اړوند موسسې چې د روغتیا د برخې مسوولیت په غاړه لري، معاشونه يې نه دي ورکړي.

هغه وایي، ددې ترڅنګ د ولایتي روغتون یوشمېر څانګې لکه جراحي، هډوکي، ماشومانو او سترګو لپاره ډاکتران نه دي ګومارل شوي او د روغتون ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د روغتون یوې قابلې نګارې هم پژواک ته وویل چې ولایتي روغتون کې په ورځو ورځو درمل نه وي او ټول ناروغان اړ دي چې له بازاره درمل واخلي.

د نوموړې په وينا، تېره ورځ د یوې پېچکارۍ د نه شتوالي له امله هغه ماشوم ساه ورکړه چې تاریاک یې خوړلي وو .

د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی هم د اعتصاب کوونکو له ډلې دى او وایي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې چې د (S H D P) یا ټولنیز،روغتیایي او پرمختیایي نوې موسسې د روغتيا مسوولیت اخیستی، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي .

هغه وایي، څو ځلې یې د اړوندې موسسې له ولایتي او مرکزي مسوولینو غوښتي چې پاملرنه ورته وکړي، خو هغوى يې ستونزې نه هواروي.

ځایې اوسېدونکي او دغه روغتون ته تلوونکي ناروغان هم د ولایتي روغتون پر تړل کېدو اندېښمن دي او وایي، له تېرې ورځې راهیسې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ترینکوټ یوه اوسېدونکي عبدالکبیر چې د درملنې لپاره روغتون ته راغلی و، پژواک ته وويل چې ډاکترانو کاربندېز کړى او د ناروغانو درملنه نه کوي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.