کلات (پژواک، ٢٥ غويى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې دولتي ځواکونو د زابل پر شملزو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد پر شا تمبولى او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د ملي دفاع وزارت له خوا د غويي په ٢٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ګڼ شمېر وسله والو طالبانو پر شملزو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې چې وسله وال د ملي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او ورته له درنې مرګ ژبلې اوښتو وروسته پر شا وتمبول شول.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د ځمکې او هوا له لارې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسول شوي او اوس هلته حالات ښه دي.
د زابل امنيه قوماندان سمونوال معراج الدين سادات پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ پر مرکز او د ملي اردو پر قرارګاه ډله ييز بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه، تر ټينګ مقاومت وروسته وسله وال مخالفين پر شاه تمبول شوي او په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنيه قوماندان دا هم وويل چې د دغه ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو پر يو فيلډر موټر هوايي بريد شوى او څلور سپاره طالبان په کې وژل شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن