د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړى

د اروزګان د ملکي روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب کړى

May 15, 2019 - 15:45

ترینکوټ ( پژواک، ۲۵ غویی ۹۸ ): د اروزګان د ملکي روغتون لسګونو کارکوونکو د دوى پر وړاندې د یوشمېر ستونزو په غبرګون کې کاربندیز وکړ او د ناروغانو پرمخ یې د روغتون دروازه وتړله.

دوى شکايت کوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي اخيستي، روغتون کې دیوشمېر نارینه او ښځینه پرسونل نشتوالى، د درملو کموالی او په ټوله کې د اړوند مسوولینو له خوا دوى ته نه پاملرنه هغه ستونزې يادې کړې چې دوى يې په غبرګون کې کار بندېز کړى.

د ولایتي روغتون د وینې بانک مسوول علي پژواک اژانس ته وویل، درې میاشتي کیږي اړوند موسسې چې د روغتیا د برخې مسوولیت په غاړه لري، معاشونه يې نه دي ورکړي.

هغه وایي، ددې ترڅنګ د ولایتي روغتون یوشمېر څانګې لکه جراحي، هډوکي، ماشومانو او سترګو لپاره ډاکتران نه دي ګومارل شوي او د روغتون ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د روغتون یوې قابلې نګارې هم پژواک ته وویل چې ولایتي روغتون کې په ورځو ورځو درمل نه وي او ټول ناروغان اړ دي چې له بازاره درمل واخلي.

د نوموړې په وينا، تېره ورځ د یوې پېچکارۍ د نه شتوالي له امله هغه ماشوم ساه ورکړه چې تاریاک یې خوړلي وو .

د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی هم د اعتصاب کوونکو له ډلې دى او وایي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې چې د (S H D P) یا ټولنیز،روغتیایي او پرمختیایي نوې موسسې د روغتيا مسوولیت اخیستی، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي .

هغه وایي، څو ځلې یې د اړوندې موسسې له ولایتي او مرکزي مسوولینو غوښتي چې پاملرنه ورته وکړي، خو هغوى يې ستونزې نه هواروي.

ځایې اوسېدونکي او دغه روغتون ته تلوونکي ناروغان هم د ولایتي روغتون پر تړل کېدو اندېښمن دي او وایي، له تېرې ورځې راهیسې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ترینکوټ یوه اوسېدونکي عبدالکبیر چې د درملنې لپاره روغتون ته راغلی و، پژواک ته وويل چې ډاکترانو کاربندېز کړى او د ناروغانو درملنه نه کوي. 

هغه غوښتنه وکړه چې د روغتون دروازه دې بیاځلي د هغوی پرمخ خلاصه او د درملني زمینه دې ورته برابره شي.

په اروزګان کې د (S H D P) یا ټولنیز روغتیایي او پرمختیایي موسسې ولایتي مسوول حمیدالرحمن نقشبندي بیا د کارکوونکو د معاشونو له ځنډ پرته نورې ستونزې نه مني.

هغه پژواک ته وويل،  د عامې روغتیا وزارت سره د قرارداد له مخې باید تر هرو درېیو میاشتو وروسته پرسونل ته معاشونه اجرا شي، چې داکار به په نږدې ورځو کې ترسره شي.

د نوموړي په وينا، دوی د روغتون هر کارکوونکي ته میاشتنۍ کاري فیصدي ټاکلې، ترڅو دهغو په مقابل کې تنخوا ترلاسه کړي، خو د روغتون کارکوونکي بې له دې چې له اصولو سره سم کار وکړي، کاري اعتصاب يې کړی دي.

نقشبندي وایي، د روغتون هغه پرسونل چې کمبود دى، دوی یې بستونه اعلان ته ورکړي او ډېر ژر به وګومارل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement