ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

author avatar
15 May 2019 - 11:52
د کابل د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې
author avatar
15 May 2019 - 11:52

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته له شاوخوا اوو میاشتو ځنډ وروسته په لومړني لېست کې په کم بدلون د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه او په غزني ولایت کې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغه اعلان له مخې چې تېره شپه ناوخته د دغه بنسټ په رسمي پاڼه کې خپور شو، حاجي اجمل رحماني، الحاج عبدالقیوم خیرخواه، خان اغا رضایي، الحاج ملا محمد خان احمدي، فدا محمد الفت صالح، احمد جاوېد جیحون، میر امان الله ګذر، الحاج امیرګل شاهین، غلام حسین ناصري، ډاکتر رمضان بشردوست، الحاج سید محمد محمدي، الحاج الله ګل مجاهد، حاجي خان محمد وردګ، الحاج قاضي میرافغان صافی، نجیب الله ناصر، حبیب الرحمن سیاف، انورخان اوریا خېل، صوفي عبدالرزاق استالفي او توفیق وحدت هغه کسان دي چې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

دغه راز حاجي زړګی حبیبي، محمد نعیم وردګ، حاجي حفیظ الله جلیلي، عرفان الله عرفان، عبیدالله کلیمزی وردګ، وکیل فاطمه نظري، جنرال نظیفه ذکي، شینکۍ کړوخېل، مرسل نبي زاده، فوزیه ناصریار ګلدره یي، روبینا جلالي، مریم سماء، زهره نوروزي او بي بي حاجي پروین درانۍ هم توانېدلي چې له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

احمد ضیا عظیمي شینوزاده، اجمل ګلاب، فرهاد صدیقي او سلیمه نیکبین هغه نوماندان وو چې لومړي لېست ته یې لار موندلې وه خو په وروستي لېست کې یې عرفان الله عرفان، عبدالرازق استالفي، محمد نعیم وردګ او پروین درانۍ ځای نیولی دی.

د کابل د ولسي جرګې له ټولو هغو ۳۳ استازو څخه چې د ولسي جرګې ۱۷ دورې ته بریالي شوي نهه کسانو یې د ۱۶ مې دورې غړیتوب هم درلود.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، د کابل حوزې د ولسي جرګې د وروستیو پایلو له اعلان وروسته د هېڅ ټاکنیزې حوزې وروستۍ پایلې نه دي پاتې.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دارالانشا خبر ورکړی چې په ولسي جرګه کې به د کابل او پکتیا ولایت د خلکو استازي نن سهار ۱۰:۰۰ بجې په ارګ کې د ولسمشر او ځینو نورو لوړپوړو حوکمتي چارواکو په حضور کې لوړه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.