ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : د هلمند په نا امنو ولسواليو کې عمليات پيلېږي

والي : د هلمند په نا امنو ولسواليو کې عمليات پيلېږي

author avatar
15 May 2019 - 15:29
والي : د هلمند په نا امنو ولسواليو کې عمليات پيلېږي
author avatar
15 May 2019 - 15:29

لښکرګاه(پژواک، ٢٥ غويى ٩٨): د هلمندوالي وايي چې ډېر ژر به ددغه ولايت په نا امنو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شي.

دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين خان د غويي په ٢٥مه په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې ډېر ژر به د امنيتي ځواکونو له لوري د مارجې او ګرمسير ولسواليو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شي.

ده زياته کړه: ((په يو شمېر نورو نا امنه سيمو کې هم د عملياتو پلان لرو چې هغه هم شروع کېدونکي دي.))

ياسين خان وايي چې وسله وال طالبان د دغه ولايت په مربوطاتو کې په ښکاره ډول تحرکات نه لري، ځکه په ډېرو سيمو کې طالبان د شپني عملياتو پرمهال ځپل شوي او دغه لړۍ روانه ده.

خو د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاءالله افغان بيا د افغان ځواکونو له لوري د عمليات پر پيلېدو نيوکه کوي.

هغه وايي:((ډېرى وخت دغه شان عمليات حکومت، د خلکو د ځورولو لپاره ترسره کوي نه د سيمو د امنيت لپاره، نو موږ د دغه شان عملياتو د درېدو غوښتنه کوو.))

افغان زياتوي چې که عمليات ترسره کيږي، نو په نيول شويو سيمو کې بايد پوستې جوړې شي، ترڅو ډاډمن امنيت په کې رامنځته شي.

په ورته وخت کې د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي مزمل پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

هغه وايي:((دا پنځه کاله کيږي چې ځينې سيمې له طالبانو سره دي، خو حکومت ونه شول کولاى چې ترې ويې نيسي او امنيت يې کړي.))

د يادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند د نوزاد، موسى کلا، خانشين، باغران، دېشو او سنګين ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.