ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د يوه لوی ورزشي جمنازيم د جوړېدو کار پيل شو

ګردېز کې د يوه لوی ورزشي جمنازيم د جوړېدو کار پيل شو

author avatar
15 May 2019 - 16:02
ګردېز کې د يوه لوی ورزشي جمنازيم د جوړېدو کار پيل شو
author avatar
15 May 2019 - 16:02

ګردېز(پژواک، ٢٥ غويى ٩٨): په ګردېز کې د اويا ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لوی ورزشي جمنازيم د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغه جمنازيوم د چارو د پيل پر مهال پژواک ته وويل چې په دې پروژه اويا ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په يو وخت به د ۳۰۰۰ نندارچيانو د ځايولو ظرفيت ولري.

کټوازی وايي چې ياد جمنازيم د هېواد په کچه يو لوی ورزشي جمنازيم دی چې له سپورټ سربېره   د ملي جشنونو او جرګو لپاره به هم ترې کار  واخيستل شي.

نوموړي وويل:((جمنازيم يو عمومي تالار لري چې ۳۰۰۰ کسان په يوه وخت په کې ځايېدلی شي، مختلفې لوبې هم په کې کېدلای شي او د لويو ملي ورځو لپاره جرګې هم په کې کېدی شي. په عين حال کې دوه خواوو ته يې واړه ورزشي جمنازيمونه او دوو نورو خواوو ته يې د کنفرانسونو او غونډو تالارونه دي.))

دغه راز د پکتيا ورزشي امر ګل کريم سحر وويل چې په پکتيا کې د ۲۶ فدراسيونونو په چوکاټ کې شاوخوا ۴۴۰۰۰ ورزشکاران په ورزش بوخت دي، خو په تېرو وختونو کې يې د لوبو او تمرينونو لپاره د ځای اسانتيا نه لرله.

سحر وايي: ((د دې جمنازيم په جوړېدو سره به تقريبا ۲۶ ډوله مختلفې رزمي او غير رزمي لوبې په کې کيږي. دلته به د زون په کچه سيالۍ کيږي او ورزشکارانو ته به دا ډېره اسانتيا وي.))

په افغانستان کې د کيو کېشن کان کراټي د رهبري غړی استاد محمدالله صابري د ورزشکارانو لپاره پر ورزشي اسانتياوو رامنځته کېدو او زياتېدو ټينګار کوي او وايي چې مسوولو ادارو پکتيا ته په دې برخه کې هېڅ کار نه دی کړی.

صابري پژواک ته وويل چې دا جمنازيم بايد په منل شويو سټنډرډونو د نړيوالو لوبو لپاره جوړ شي.

نوموړی وايي: ((دا بايد تر ټولو لوی جمنازيم وي چې په هغه کې موږ او تاسې وکولای شو د پکتيا په کوربه توب بين المللي مسابقې وکړو. د اداري واحدونو دفترونه بايد ولري، کله چې ورزشکار لوبه وکړي، له لوبې وروسته خوله کيږي، د دې لپاره بايد ګرم او يخ حمامونه هم جوړ شي.))

د ثابت سپورټي ټولنې مشر نور وهاب ثابت وايي چې د یاد ورزشي جمنازیم په جوړېدو به ورزشکارانو ته په بېلابېلو برخو کې د لويو او کوچنيو تمرينونو او لوبو اسانتيا برابره شي.

ثابت پژواک ته وويل چې ورزشکارانو ته د اسانتياوو له برابرېدو سره د هغوی ورزشي وړتياوې لا ډېرې او غوړيږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ نورو ځايونو ته تلو، خو موږ نه شوای کولای چې دلته د نورو ولايتونو ورزشکاران راوغواړو، مېلمه پالنه يې وکړو او مسابقې ورته دايرې کړو، انشاالله د دې جمنازيم په جوړېدو به د نورو ځايونو ورزشکاران راځي او دلته به لوبې کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.