ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل شملزو کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل شملزو کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 May 2019 - 09:38
د زابل شملزو کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 May 2019 - 09:38

کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۸): د کندهار امنیه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو او پاکستاني ځواکونو په ګډه د زابل په شملزو ولسوالۍ کې پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم غځولو پر سر له سرحدي ځواکونو سره جګړه کړې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ سهار نهه بجې د درېیمې سرحدي لوا سرتېري د یوه نظامي پلاوي په ملتیا د زابل د شملزو ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې صفري برخې ته روان وو،  څو پر دغې کرښې د پاکستاني ملېشې له خوا د اغزن سیم غځولو مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، پر دې مهال سرحدي سرتېري او پلاوی د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شول او د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

د ده په خبره، دواړه لوري په جګړه بوخت وو چې پاکستانۍ ملېشو هم پر افغان سرحدي ځواکونو برید پيل کړ.

دی وايي، امنیتي ځواکونه د مازدیګر تر درېیو بجو له دواړو لورو سره په جګړه بوخت وو چې په دې لړ کې پاکستاني ځواکونو د خلکو د استوګنې پر سیمو تر ۶۰ ډېر هاوانونه او توغندي هم وویشتل.

نوموړی زیاتوي، د پاکستاني ځواکونو د توغندیو او هاوانونو د بریدونو له امله ۱۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو ده یادونه وکړه چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو  کې څلور پاکستاني ملېشې او شپږ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دی وايي چې د جګړې پر مهال د پاکستاني ملېشې دوه نظامي موټر، یو د اوبو ټانکر او بل هغه موټر په نښه او ویشتل شوي چې اغزن سیم په کې بار و.

ده وویل، په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او د اوسمهال لپاره یې وسله وال طالبان او پاکستاني ملېشې پر شا کړي دي.

په دې  پاکستاني لوري کومه تبصره نه ده کړې. خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د حکومت دا ادعا حقيقت نه لري، هغه وايي، چې طالبانو د شملزو ولسوالۍ پر مرکز يې بريد کړى ، د مرکز په ګډون ګڼې سيمې يې نيولې او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياته کړې، چې د ډيورنډ پوله د ولسوالۍ له مرکز څخه ډېره لرې او دې نښتې سره هېڅ تړاو نه لري.

مجاهد وايي، چې اغزن تار يواځې په شملزو ولسوالۍ کې نه، بلکې د حکومت په موافقه په ټوله پوله لګول شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.