ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په پنځو ولسواليو کې هېڅ ښوونځى نشته

د کندهار په پنځو ولسواليو کې هېڅ ښوونځى نشته

author avatar
16 May 2019 - 14:09
د کندهار په پنځو ولسواليو کې هېڅ ښوونځى نشته
author avatar
16 May 2019 - 14:09

کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۸): د کندهار والي وايي، په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ دی او د خلکو له نظارت او څارنې پرته په کې اصلاحات نه شي راتلای.

حیات الله حیات دغه څرګندونې د ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې د پوهنې د بهیر پر سونزو د بحث او حل لارو موندلو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د کندهار ښار او ولسوالیو اړوند د پوهنې مسوولینو، کارکوونکو، ښوونکو، مخورو، دیني عالمانو، مېرمنو او نورو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه د پوهنې د بهیر درې بنسټیزې پايې ولایت مقام، د پوهنې ریاست او ولس دي؛ که یو لوری هم خپله دنده سمه ترسره نه کړي، نو خدمات نه شي وړاندې کېدای.

ده له خلکو وغوښتل چې په نننۍ غونډه کې د پوهنې د بهیر پر ستونزو خبرې وکړي څو په ګډه یې حل لارې ولټول شي.

هغه د پوهنې په بهیر کې فساد، ستونزو او نورو نیمګړتیاوو ته په پام وویل، ځینې داسې ولسوالۍ شته چې پر یوه زده کوونکي ۱۷ زره ډالر لګښت راغلی خو ولې بیا هم پایله صفر ده.

ده وویل، په کندهار کې ټولټال ۳۳۲زره ۶ سوه او ۱۷ زده کوونکي زده کړې کوي چې کندهار ته د ورته ولایتونو لکه ننګرهار، هرات او مزار په پرتله ۵۰ سلنه کم دي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په پنځو ولسوالیو کې ښوونځی نشته چې په هېواد کې یې بل ځای مثال نه لیدل کېږي.

دغه راز ده دا هم وویل چې هر کال له کندهاره ډېر کم محصلین د کانکور په ازموینه کې برخه اخلي.

والي د ننګرهار ولایت بېلګه وړاندې کړه چې د ټولو ښوونځیو شمېر په کې له نهه سوه تر ۹۵۰ پورې رسېږي خو په کندهار کې ټول ښوونځي ۵۸۶ دي چې ۴۷۶ فعال او پاتې ۱۱۰ یې د بېلابېلو لاملونو له امله تړلي پاتې دي.

حيات وايي، هغه څېړنې چې دوی د کندهار د پوهنې په اړه کړې، دوه ډوله ستونزې شته چې یو ډول یې کورنۍ او بل ډول یې بهرنۍ دي.

د ده په خبره، په داخلي ستونزو کې د کتابونو، ودانیو، کم تشکیل، د مسلکي ښوونکو نشتوالی او نور راځي او په بهرنیو ستونزو کې نا امنۍ، د زورواکو مداخلې، د ولسي همکارۍ نشتوالی، غربت، د پوهاوي ټيټه کچه او نور شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.