ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې له بېځایه شوو نږدې درې زره کورنیو سره مرسته کېږي

کندوز کې له بېځایه شوو نږدې درې زره کورنیو سره مرسته کېږي

author avatar
16 May 2019 - 14:39
کندوز کې له بېځایه شوو نږدې درې زره کورنیو سره مرسته کېږي
author avatar
16 May 2019 - 14:39

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ غويی ٩٨): په کندوز کې د جګړو له امله پر ٢٦٠٠ بېځايه شوو کورنيو د څه باندې ٣٩ ميليونه افغانيو نغدي او ځينو نورو توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

د يادو مرستو د وېش پر مهال د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې دغه مرستې د کډوالو نړيوال سازمان له خوا ترسره کېږي.

دى وايي: ((موږ په کندوز کې له ٢٦٠٠ کورنيو سره د ٣٩ ميليونه او ٩١زره افغانيو نغدي مرسته کوو او ځيني نور غير خوراکي توکي هم ورکول کېږي.))

د نعيمي د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له هغو کورنيو سره ترسره کېږي چې په کندوز کې د وروستيو جګړو له امله بې ځايه شوې دي.

ده وويل چې له هرې کورنې سره څه باندې ١٥زره افغانۍ مرسته کېږي.

د کندوز والي پر ټولو  نړیوالو مرستندویه موسسو، خیریه بنسټونو، شتمنو هېوادوالو او سوداګرو غږ وکړ چې د روژې مياشتي په درناوي دې له بې وسه او اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې جګړه وه او څو مياشتې وړاندې کندوز ښار ته را کډه شوى دى.

هغه وايي: ((زموږ کورونه جګړو وران کړل، اوس ښار ته راغلي يو، په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوو، خو اوس ښه شو دا دى نغدي مرستې هم راسره کېږي.))

يو شمېر نورو مرسته اخيستو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې غوښتنه وکړه چې نور د جګړو  پر ځاى د سولې لار غوره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.