ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

هند د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

author avatar
17 May 2019 - 21:35
هند د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
author avatar
17 May 2019 - 21:35

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۸) : د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره وایي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړې او په عین وخت کې یی وویل، هند د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی د پنجشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوارج سره لیدنه وکړه.

د سولې عالي شورا ویاند جاوید غفور د غویي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل، په دې کتنه کې دواړه لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو په پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او باور جوړونې خبرې کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیره په یاده لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړې او په عین وخت کې یی وویل، هند د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپل مرستو ته دوام ورکوي.

هغې زیاته کړه، هند د افغانستان د حکومت او ملت ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې او ارامښت لپاره هیڅ راز هڅه نه سپموي.

میرمن سوراج د افغانستان د سولې لپاره د روانو هلوځلو او د سولې مشورتي لويې جرګې له پایلو څخه ملاتړ وکړ.

دغې هندۍ وزیرې افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې هند به په راتلونکې کې به هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د هند د بهرنیو چارو د وزیرې د څرګندونو له اورېدلو وروسته، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د مرستو مننه وکړه .

هغه وویل، هر هغه اقدام او هڅو څخه چې په افغانستان کې د دایمی سولې د ټینګښت لامل شي، ملاتړ کوي او افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

داودزي زیاته کړه د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په رهبري او مالکيت ترسره کېږي او په دغې پروسه کې د نړۍ هېوادونه د اسانوونکو رول لوبوي.

تر دې مخکې داوودزي د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.