د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پنټاګون: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لګښت نه ورکوو

پنټاګون: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لګښت نه ورکوو

May 17, 2019 - 13:44

 

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٨): د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت وايي، د افغانستان د حکومت او طالب مرکچيانو تر منځ د ناستو لګښت نه ورکوي؛ ځکه چې کانګرس يې په دې اړه غوښتنه نه ده منلې.

دغه وزارت (پنټاګون) تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د لوژيستيکي اسانتياوو لپاره يې د واک غوښتنه کړې وه، خو د امريکا کانګرس دغه واک ورنه کړ.

په اعلاميه کې راغلي: "د امریکا موخه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي، چې په دغه هېواد کې د سولې د هوکړې په پايله کې جګړه ختمه شي او امریکا هم د داسې هوکړې لپاره کار کوي".

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان د ٢٠١٨ ميلادي کال له اوربند نه وروسته د امريکا د دفاع له وزارت نه غوښتي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د هغو کتنو لګښت دې ورکړي چې د سولې لپاره د ځایي اوربند په عملي کولو کار کوي.

د ٢٠١٨ (١٣٩٧) کال د لوى اختر په درېيو ورځو کې د طالبانو او دولت تر منځ اوربند وشو او پر مهال يې د دواړو لوريو وسله وال کسان د يو بل سيمو ته ولاړل او کومه ستونزه په کې رامنځته نه شوه.

د امريکا د دفاع وزارت (پنټاگان) له کانگرس نه غوښتي و چې د ٢٠٢٠ کال په بودیجې کې دې ورته دغه پیسې برابر کړي.​

د ٢٠٢٠ ميلادي کال لپاره د پنټاگان په خپرې شوي بودیجې کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره ۴.٥ ميلیارد ډالر ځانگړي شوي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې په دغه بودیجې کې دا هم څرګنده شوې چې پنټاگان د سولې د هغو ناستو او کتنو لګښت نه ورکوي چې د افغانستان حکومت او افغان میرمنې ګډون په کې ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې يو ځل تېر کال په سلواغه مياشت کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ په مسکو کې د سولې خبرې وشوې او ټاکل شوې وه چې په قطر کې هم د افغانستان د حکومت د ځينو چارواکيو په ګډون هم ورته ناسته جوړه شي، خو د ګډونوالو د نوملړ پر سر د اختلاف له امله دا کار ونه شو.

دغه راز د روانې غويې مياشتې له نهمې تر ١٣مې د څه باندې ٣٠٠٠ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لويه جرګه جوړه شوه. په دغه جرګه کې د طالبانو استازيو ګډون نه درلود، خو جرګې له دواړو لوريو د اوربند غوښتنه وکړه

دغه راز د روانې غويي مياشتې په ١٩مه د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو د استازو تر منځ د خبرو شپږم پړاو په دوحه کې پاى ته ورسېد.

له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو طرحه، له افغانستان نه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدل، د بين الافغاني خبرو پيل او اوربند هغه څه دي چې په دغه ناسته کې يې په اړه خبرې شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليزاد ويلي، تر هغه چې د ټولو يادو مسايلو په اړه هوکړه ونه شي، د هېڅ يوې موضع په اړه پرېکړه نه کېږي. 

خو طالبانو خپل بريدونه دوام ورکوي او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه دي چمتو شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement