کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٨): د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت وايي، د افغانستان د حکومت او طالب مرکچيانو تر منځ د ناستو لګښت نه ورکوي؛ ځکه چې کانګرس يې په دې اړه غوښتنه نه ده منلې.
دغه وزارت (پنټاګون) تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د لوژيستيکي اسانتياوو لپاره يې د واک غوښتنه کړې وه، خو د امريکا کانګرس دغه واک ورنه کړ.
په اعلاميه کې راغلي: "د امریکا موخه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي، چې په دغه هېواد کې د سولې د هوکړې په پايله کې جګړه ختمه شي او امریکا هم د داسې هوکړې لپاره کار کوي".
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان د ٢٠١٨ ميلادي کال له اوربند نه وروسته د امريکا د دفاع له وزارت نه غوښتي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د هغو کتنو لګښت دې ورکړي چې د سولې لپاره د ځایي اوربند په عملي کولو کار کوي.
د ٢٠١٨ (١٣٩٧) کال د لوى اختر په درېيو ورځو کې د طالبانو او دولت تر منځ اوربند وشو او پر مهال يې د دواړو لوريو وسله وال کسان د يو بل سيمو ته ولاړل او کومه ستونزه په کې رامنځته نه شوه.
د امريکا د دفاع وزارت (پنټاگان) له کانگرس نه غوښتي و چې د ٢٠٢٠ کال په بودیجې کې دې ورته دغه پیسې برابر کړي.
د ٢٠٢٠ ميلادي کال لپاره د پنټاگان په خپرې شوي بودیجې کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره ۴.٥ ميلیارد ډالر ځانگړي شوي دي.
دغه راز د راپورونو له مخې په دغه بودیجې کې دا هم څرګنده شوې چې پنټاگان د سولې د هغو ناستو او کتنو لګښت نه ورکوي چې د افغانستان حکومت او افغان میرمنې ګډون په کې ونه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن