پل علم (پژواک، ۲۷ غويى ۹۸): د لوګر امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت لپاره د طالبانو د استخباراتو او مطبوعاتو مسئولان يې نيولي او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د لوګر د مرکز اړوند سيمه عمليات تر سره کړل.
سرچينه ليکي چې په دغو عملياتو کې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوي د استخباراتو او مطبوعاتو مسئولان ونيول شول. سرچينې د نيول شويو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، وسله والو مخالفينو تېره شپه د دغه ولايت په ميرابدال سيمه کې د ملي امنيت پر يوه پوسته بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال مخالفين ووژل شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن