ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا پوهنتون محصلین د استادانو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي

د پکتیکا پوهنتون محصلین د استادانو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي

author avatar
18 May 2019 - 13:41
د پکتیکا پوهنتون محصلین د استادانو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي
author avatar
18 May 2019 - 13:41

ښرنه (پژواک، ٢٨ غويی ٩٨): د پکتيکا پوهنتون له نيمايي ډېر استادان په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ پروګرامونو پر بشپړولو بوخت دي چې له امله يې د دغه پوهنتون محصلين له ستونزو سره مخ دي.

د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصل کلا خان د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې دوى د استادانو له کمښت سره مخ دي.

هغه وايي: ((زموږ اصلي استادان نشته دي، په ماسټري کې بوخت دي، دلته موږ ته د قراردادي استادانو له خوا درس راکول کېږي چې موږ ترې هېڅ هم نه شو زده کولاى.))

دغه راز د همدغه پوهنتون د کيميا څانګې محصل قدرت الله پژواک ته وويل چې یوازې یو رسمي ښوونکی لري، خو هغه هم تر اوسه ټولکي ته د درس لپاره نه دی ورغلی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، يو شمير داسې کسان په دغه پوهنتون د استادانو په توګه ګومارل شوي چې له همدغه پوهنتونه یې ليسانس اخيستى دى او ژر مقرر شوى دى.

همدرانګه بل محصل اجمل ګوهر پژواک ته وويل چې د رسمي ښوونکو له مېتود او ازموینې سره بلدتیا لري او قراردادي ښوونکی تر ډېره احساس د مسوولیت نه کوي او د رسمي ښوونکي په پرتله کمه پوهه لري.

يو شمېر نورو محصلينو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د پکتیکا پوهنتون رییس علي جان عادل پژواک ته وويل چې د دغه پوهنتون له ٤٣ استادانو څخه ٢٤ يې په کابل او بهر کې د ماسټرۍ پروګرامونو پر بشپړولو بوخت دي.

هغه وايي: ((لېسانس، لېسانس ته درس نه شي ورکولاى او بل موږ حق نه لرو چې د چا د ماسټرۍ مخه ونيسو نو ځکه زموږ يو شمېر استادان په کابل او نورو هېوادونو کې ماسټري کوي.))

عادل زياتوي چې د يادو استادانو تشه يې پر قراردادي استادانو ډکه کړې او په دې برخه کې ډېر مشکل نه لري.

د یادونې ده، پکتیکا پوهنتون د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون څانګه ده چې نږدې اوو کاله وړاندې یې په پکتیکا کې پر فعالیت پیل کړی او نهه بېلابېلې څانګې لري چې څه باندې دوه زره محصلين په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.