ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار څلورو چاودنو کې دوه تنه ټپیان شوي

author avatar
18 May 2019 - 20:19
author avatar
18 May 2019 - 20:19

جلال اباد ښار کې د څلورو پرلپسې چاودنو دوه کسان ټپيان کړل
جلال اباد (پژواک ۲۸ غویی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړې څلورو پرلپسې چاودنو دوه کسان ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطا‌‌‌‌‌‌ء الله خوږياڼي د غويي په ۲۸مه پژواک ته وويل چې نن ماښام ۷ بجې او شل دقیقې د جلال اباد ښار لومړۍ حوزې اړوند سراج العمارت باغ ته څېرمه سيمه کې په ګلدان کې ځای پر ځای شوو چاوديدونکو توکو څلور چاودنې کړي دي.
دی وايي، چې درې چاودنې يې زيان نلري،مګر په وروستۍ چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي,چې وضعيت يې ښه دی.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز هم وايي، چې چاودنې د سړک غاړې ماينونو کړي او دوه ملکيان يې ټپيان کړي.
هغه زياته کړه پوليس سيمې ته رسېدلي، وضعيت تر کنټرول لاندې دی او د پيښو برسي پيل شوې ده.
د چاودنو مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.