د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بغلان د ډنډغوري سیمې بېځایه شوې کورنۍ مرستې ته اړتیا لري

ټولنه

ارشيف

د بغلان د ډنډغوري سیمې بېځایه شوې کورنۍ مرستې ته اړتیا لري

May 18, 2019 - 15:01

پلخمری (پژواک، ۲۸ غویي ۹۸): د بغلان د مرکز پلخمري د ډنډغوري سیمې د لسګونو بې ځایه شوو کورنيو غړي وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومت بايد ورسره مرستې وکړي.

د اړوندې موضع په اړه د ډنډغوري د ساقي کلي اوسېدونکي سید محمد د غويي په ۲۸مه پژواک  خبري اژانس ته وویل چې دوه مياشتې وړاندې يې خپل کلى د جګړو له امله پرېيښی خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

هغه زياته کړه: ((د اويا کسانو لېست مې ولايت ته ورکړ، خو تر اوسه يې هېڅ کومک راسره نه دی کړى.))

دغه راز د همدغه کلي بل اوسېدونکي حاجي ذکر الله هم ورته شکایت لري او وايي: ((زموږ په کلي کې افغان ځواکونو پوسته جوړه کړه چې له هغه وروسته جګړې ډېرې شوې، نو موږ هم کلى پرېښود.))

د هغه په وينا، ښوونکى دى، د کور د کرايې ورکولو وس نه لري، حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.

همدارنګه د سیمې بل اوسېدونکي حاجي شاولي وايي چې په کلي کې ډېر کورونه ويجاړ شوي او کليوال يې د جوړولو توان نه لري.

ده وويل: ((د خلکو کورونه د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې خراب شوي اوس حکومت مکلف دى چې خلکو ته کورونه جوړ کړي.))

د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر له دوی سره مرستې وکړي.

په دې اړه د بغلان د والي ویاند محمود حقمل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له ګڼو بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې شوې دي او دغه لړۍ دوام لري.

ده زياته کړه: ((کومې کورنۍ چې پاتې دي، هغه به هم سروې شي او مرستې به ورسره وشي او د ډنډغوري له خلکو سره به هم کومک وشي.))

دغه راز د بغلان د کډوالو چارو ريیس شریف الله شفق وايي چې د کډوالو په نوم مرستو ترلاسه کولو هم د سوداګرۍ بڼه خپله کړې ده.

هغه وايي: ((ځیني چالاک کسان د بېځايه شوو په نوم د ځان لپاره مرستې ترلاسه کوي.))

شفق وايي چې په دې وروستيو کې له شاوخوا دوه زره بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شوې او دغه لړۍ روانه ده.

د يادونې ده، ډنډغوري د بغلان د مرکز پلخمري په درې کیلومترۍ کې پرته تر ټولو نا امنه سیمه ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement