هرات (پژواک، ۲۸ غویی ۹۸): په هرات کې سیمه ییز چارواکي د موټرسایکل بم چاودنې له امله د پنځو ماشومانو د وژل کېدو او شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وايي چې تر اوسه پنځه ماشومان وژل شوي او نږدې ۲۰ نور ټپیان دي او کېدای شي چې د ټپیانو شمېر لوړ شي.
نوموړي یادونه وکړه چې د ځينو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د هغه په وینا، چاودنه د هرات اوبې ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته په یو کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د هرات د اوبې ولسوالۍ په بازار کې موټرسایکل بم چاودنه شوې ده.
خو نوموړي زیاته کړه چې په دې چاودنه کې یو ماشوم او یو سړی وژل شوي او د اوبې د ولسوال په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي.
ویل کېږي چې چاودنه د اوبې ولسوال پر موټر ترسره شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
پژواک خبري اژانس د اوبې ولسوال پر نظر اخیستو بریالی نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن