ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شوکاڼو پر پروسس ۱۵ ميليونه ډالر پانګونه کېږي

ننګرهار کې د شوکاڼو پر پروسس ۱۵ ميليونه ډالر پانګونه کېږي

author avatar
18 May 2019 - 14:26
ننګرهار کې د شوکاڼو پر پروسس ۱۵ ميليونه ډالر پانګونه کېږي
author avatar
18 May 2019 - 14:26

جلال اباد (پژواک، ۲۸ غويی ۹۸): د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د اقتصاد عالي شورا د ننګرهار د شوکاڼي طرحه منظور کړې چې د يو قرارداد له مخې به هلته د پنځلس ميليونه ډالرو پانګه اچونه باندې د پروسس يوه ستره فابريکه جوړه او د استخراج  او پروسس کارونه به منظم شي.

د دغه وزارت مسوولين هيله من دي چې د دې طرحې په تطبيق سره به سيمه کې زرګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به سيمه کې د بيارغونې پروژې پلې شي.

بلخوا د ننګرهار د شوکاڼي اتحاديه اندېښنه لري چې په دغه کار سره که له يوې خوا د شوکاڼي د استخراج کچه زياتېږي؛ خو له بلې خوا انحصار رامنځته کېږي او د شوکاڼي د پروسس ډيرې وړې فابريکې به سقوط شي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي د غويي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې د اقتصاد عالي شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د تالک پروژې طرح ومنله.

نوموړی زياتوي، د اقتصاد عالي شورا په درېیمه غونډه کې چې د غويي په ۲۶مه په جمهوري ریاست کې جوړه شوې وه؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ د تالک پروژې (شيرزاد بلاک) چې د اکتشاف، ګټه اخیستنې او پروسس برخه کې جوړه شوې وه، وړاندې کړه.

د مطفي د معلوماتو له مخې، یاده طرحه د اقتصاد عالي شورا له لوري له هر اړخیز بحث وروسته تاييد او پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت له برتر داوطلب شرکت سره خبرې او مذکرات پیل کړي.

هغه زياته کړه، د یاد قرارداد په عملي کېدو سره به اړوند شرکت د شوکاڼي د اکتشاف، استخراج، ګټې اخيستنې او پروسس په برخه کې د ۱۵ ميليونه ډالرو پانګه اچونه کوي.

د نوموړي په وينا، شرکت به په سيمه کې د شوکاڼي د پروسس لويه فابريکه جوړوي چې هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به د شوکاڼي ګټه اخيستنه منظمه او دولت ته به يې د عوايدو کچه لوړه شي.

دی وايي، پخوا ډېرو شرکتونو ته قرارداد ورکړل شوی و چې د دولت ماليات یې نه ورکول او هم يې له پروسس پرته شوکاڼی انتقالاوه چې ډېره ګټه نورو هېوادونو ته رسېده او په ډېره کمه کچه ګټه به يې افغانانو اخيسته.

بلخوا د ننګرهار د شوکاڼي اتحاديه وايي، له دغه قرارداد سره به لسګونه مسلکي انجنيرانو ته د کارموندنې زمینه برابره شي؛ خو اندېښنه لري چې دلته موجودې ډېرې وړې د شوکاڼي د پروسس فابريکې به له سقوط سره مخ شي.

د دې ادارې وياند محفوظ الحق کاکړ پژواک اژانس ته وويل، د اکتشاف په مرحله کې چې ساحې مشخصې کېږي او د فابريکې د جوړېدو چارې به سرته رسېږي، سلګونو مسلکي او غير مسلکي کسانو ته به کار پيدا شي خو د استخراج د چارو له پيل سره به زرګونه کسانو ته د کارموندنې زمينه برابره شي.

بلخوا د دې اتحاديې د اجرائيه شورا غړی حاجي ولي خوږياڼي پژواک سره خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې د دغه قرارداد او شېرزادو بلاک په رامنځته کېدو سره به د شوکاڼي د پروسس برخه کې انحصار رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.