کندوز ښار(پژواک، ٢٨ غويى ٩٨): د کندوز والي وايي چې په تېر يو کال کې په دغه ولايت کې د پنځه اعشاريه درې ميلياردو افغانيو په لګښت ټولګټې پروژې پلې شوي چې زرګونو کسانو ته يې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.
دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د غويي په ٢٨مه د خپل تېر يو کلن کاري راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې.
په دغه غونډه کې د ياد ولايت د عدليي او قضايي او ملکي او امنیتي ارګانونو مسوولینو، د مرکز او ولسوالیو مخورو مشرانو، دیني علماوو، مېرمنو، ځوانانو او نورو ګډون درلود.
نعيمي وويل چې وروستی یو کال او درې میاشتې په کندوز کې د ابادۍ، مثبت بدلون او بیا رغونې لپاره ښه فرصت و چې استفاده هم ترې شوې ده.
هغه وايي چې په دغه موده کې په ياد ولايت کې د پنځه اعشاريه درې ميلياردو ډالرو په لګښت بېلابېلې ټولګټي پروژې پلې شوي چې زرګونو کسانو ته يې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابر کړې دي.
د نوموړي په وينا، په تېر يو کال کې ٦٠ نړیوالو او کورنيو موسس او خیریه ادارو يو ځل بيا په دغه ولايت کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه: ((د نړیوالو او کورنیو موسساتو په بېرته راجلب له نږدې ۳۳ زره بې وزلو، اړمنو او مستحقو کورنیو سره بشري مرستې شوي او په ۲۰ زره وچکالۍ ځپلو کورنیو د غنمو مرستې وېشل شوې دي.))
د نعيمي په وينا، په تېر کال کې له اتلس کلن ځنډ وروسته کندوز ته یو ځل بیا قول اردو منظوره شوه، په ادارو کې پراخ مثبت بدلونونه رامنځته شول او د عوایدو کچه په بېسارې توګه لوړه شوه.
دى زياتوي: ((د خدمت په دغه دوره کې څوڅو ځله د جنګي ډلو او تروریستانو له لوري د شومو پلانونو، بدو پېښو، خونړیو بریدونو او ناورینونو مخه نیول شوې او هم په دغه موده کې د ملکي او نظامي ادارو ترڅنګ په موسساتو او ټولو عامه پروژو کې زرګونو بې روزګاره ځوانانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.))
نوموړي همداراز ځینو ستونزو ته هم اشاره وکړه او زیاته يې کړه: (( له پرمختګونو سره سره لاهم ستونزې شته، له امنیتي ننګونو وراخوا د ځینو افرادو له لوري په شعوري او یا غیر شعوري توګه منفي څرګندونې، دپروژو پروړاندې اجتماعي ستونزې او ان په ځینو سیمو کې د خلکو نه همکاري او د ځینو افرادو له خوا په انکشافي چارو کې مداخله هغه څه دي چې د کندوز د پرمختګ او مثبت بدلون پروړاندې خنډونه ایجادوي.))
ورورسته د کندوز د ولایتي شورا ريیس محمد یوسف ایوبي وويل چې که ددغه ولايت اوسېدونکي غواړي چې کندوز اباد شي، نو له حکومت سره دې همکاري پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن