کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۸): پر ټاکنو د څار بنسټونه په راتلونکو ټاکنو کې د ټکنالوجي کارولو د غیرعملي توب په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه د حکومت یوه دسیسه بولي او ادعا کوي چې حکومت په دې پرېکړه کې ښکېل دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال غويي ۲۳مه پرېکړه لیک کې راغلي چې د ټاکنو قانون ۱۹ مادې د دویم بند تعدیل له مخې چې د ټاکنو په ورځ له ټکنالوجي څخه پر استفادې په کې ټینګار شوی، د تطبیق وړ نه دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرایي مشر یوسف رشید وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې ده.
د ټاکنو ۱۹مه تعدیل شوې ماده کې راغلي چې کمېسیون اړ دی څو د ټاکنو په بهیر کې د صراحت او روڼتیا لپاره تدابیر ونيسي چې له نوم لیکنې او اړوندې کړنلارې سره سم د رایه ورکوونکو تشخیص په ګډون د ټاکنو ټول پړاوونه د برېښنايي او بایومتریک سیستم پرمټ په خوندي توګه ترسره شي.
رشید د ټاکنو پر بهیر د سیاسیونو او خلکو د باور کچه ټيټه وبلله او ویې ویل چې دا ډول پرېکړه بې باوري نوره هم زیاته کړې او د ګډون کچه به لا راکمه کړي.
نوموړي زیاته کړه، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه عملي شي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ټاکنو په څېر ترخې تجربې به څو ځله زیاتې تکرار شي؛ ځکه درغلي کوونکي، تزویرکوونکي او څوک چې د خلکو په رایو باور نه لري، ښايي په دې دور کې هم په درغلیو لاس پورې کړي.
دى وايي: ((زموږ وېره دا ده چې په وروستۍ ورځ، هغه نوماندان چې په یو ډول ځان له وضعیت څخه اغېزمن بولي، ښایي د ټاکنو پایلې په اسانۍ ونه مني او بیا هم ټاکنې او د افغانستان وضعیت له یو ډول کړکېچ سره مخامخ شي.))
نوموړي ټینګار وکړ: ((که د رایه ورکوونکو کره احصائیه ونه لرو، د ټاکنو په ورځ تشخیص ستونزمن دی، نو ځکه کومه پایله چې ترې ترلاسه کېږي، نوماندانو ته به د منلو وړ نه وي او د پروسې له تحمیل څخه د رامنځ ته کېدونکو ګواښونو په اړه باید فکر وشي او د ګواښ کچه راټیټه کړای شي او معقوله او منطقي لار ولټول شي څو ټولو ته د منلو وړ وي.))
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) اجرایي مشر محمد نعیم ایوب زاده د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې له حکومت سره تړلې بولي او زیاته یې کړه: ((کومه پرېکړه چې شوې، حکومتي پرېکړه ده، نه د ټاکنو خپلواک کمېسیون او دا پرېکړه په راتلونکو ټاکنو کې د حکومت د دسیسو یوه برخه ده.))
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ وړاندیز شوې طرحه عملي نه بولي او وايي، له پخواني نوملړ څخه استفاده خپلې ستونزې لري او پاکول یې اسانه چاره نه ده او د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي یې هم وړتیا نه لري.
هغه زیاته کړه: ((مو د دې پلوي نه یو چې په بشپړ ډول له ټکنالوجي څخه استفاده وشي؛ خو لږ تر لږه د رایه ورکوونکو د پاک او منظم نوملړ جوړولو لپاره به له داسې میکانیزم څخه کار واخلو چې موږ هغه نوملړ ته ورسوي.))
ایوب زاده د دې مطلب په څرګندولو سره چې په غیرمستقیم ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون، حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي شوې، وویل چې د سیاسي ګوندونو له اطلاعاتو سره سم، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له وروستۍ پرېکړې سره توافق شوی او د کمېسیون په پرېکړه کې ښکېل دي، نو ځکه چوپتیا یې غوره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن