تالقان (پژواک، ٢٩ غويى ٩٨): د تخار امنيتي مسوولين وايي چې په رستاق ولسوالۍ کې د يوه غير مسوول وسله وال قوماندان او خلکو ترمنځ جګړه کې نهه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د رستاق ولسوالۍ په ګيزر سيمه کې د يوه غير مسوول وسله وال قوماندان محمد او د سيمې د خلکو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((قوماندان محمد څو کاله په دې سيمه کې نه و، خو پخوا يې پر خلکو ډېر ظلمونه کړي وو کله چې تېره شپه بېرته راستون شوى، خلکو پرې بريد کړى، د ده کسانو هم پر خلکو ډزې کړې دي.))
اسير زياتوي چې په دې پېښه کې شپږ د سيمې اوسېدونکي، قوماندان محمد او دوه ساتونکي يې وژل شوي او اووه نور کليوال ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي يو شمېر کسان يې هم نيولي او په دې برخه کې يې پلټنې هم پيل کړې دي.
بل لور ته د رستاق بازار اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل چې په دې پېښه تر لسو ډېر کسان وژل شوي دي.
هغه وايي: ((امنيتي ځواکونو ونه شول کولاى چې بېګاه دې سيمې ته ځان ورسوي، سهار ورغلي دي او اوس جګړه نشته دى.))
د يادونې ده، له دې وړاندې په تخار ولايت کې د غير مسوولو وسله والو له ډېروالي شکايتونه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن