ګردېز (پژواک، ٢٩ غويى ٩٨): د پکتيا نوی امنيه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز وايي، پوليس بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتيا لري او د دې سمونونو پيل يې کاري لومړيتوب دی.
د نوموړي د پېژندګلوي په غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د دولت لومړيتوب د خلکو له غوښتنې سره سم سوله ده او که وسله وال طالبان سولې ته حاضر نه شي، نو په پوره ځواک به وځپل شي.
کټوازي وویل: ((لومړۍ غوښتنه مو په پوره اخلاص سوله ده او دا زموږ د کمزوري په معنا نه ده، په دې ولايت کې په مېشتو قوتونو دومره باور لرم چې د دې زون ټول امنيت به په پوره مېړانه وساتي.))
د غونډې ګډونوالو د ګردېز او ځينو ولسواليو د امنيتي وضعيت د خرابېدو او جنايي پېښو د زياتېدو له امله نيوکې وکړې او ويې ويل چې د حالت ښه کېدو لپاره جدي اقداماتو ته اړتيا ده.
د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي چې ښار او امنيتي قرارګاوو ته نږدې سيمو کې وسله وال فعاليت کوي او خلک ځوروي.
ځاځي وويل: ((په ښار کې له يوه چوکه تر بله تالاشي کيږي، د خدای په خاطر دلته څوک نه راځي، د باندې ووځئ. د ولسواليو او پوستو قوماندانانو ته مې دا وړانديز دی که صرف ولسوالي ساتئ، په ولسواليو کې کېنئ، که پوستې ساتئ، په پوستو کې کېنئ او که ځان هم ساتئ او د ولس امنيت هم ساتئ، نو له دې احاطو راووځئ، کمېنونه او ګزمې وکړئ.))
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ وويل چې د وسله والو پر وړاندې د ملي پوځ عمليات څو برابره زيات شوي او پر همدې بنسټ د ځينو سيمو نيولو لپاره د هغوی پلانونه شنډ شوي دي.
لونګ وايي چې امنيتي ځواکونه د سولې لپاره جګړه کوي او تر هغه به وسله وال طالبان وځپي، چې سولې ته حاضر شي.
نوموړي زياته کړه: ((سږکال بيا هم دوی د الفتح په نوم عمليات پلان کړي، دا عمليات د سيمې استخباراتو ورته پلان کړي، هغوی يې تمويلوي، هغوی يې رهبري کوي او هغوی يې حمايه کوي، خو د دوی دا ټول پلانونه بايد په اوبو لاهو شي او لاهو شوي دي.))
نوي امنيه قوماندان سمونوال محمدعثمان جانباز، چې د کورنيو چارو ورازت د ارشد امنیتي معينيت د درستيزوال پاسوال عبدالفتاح فروغ له خوا رسما معرفي او دنده پيل کړه، وويل چې له جنايي جرمونو او اداري فساد سره مبارزې ته به ځانګړی پام وکړي.
جانباز وايي چې د امنيه قومانداني اړوند په ګومارنو کې د شته نيمګړتياوو د حل لپاره به د ټولو اړوندو قطعاتو ارزيابي پيل کړي.
نوموړی په پوليسو کې اصلاحات اساسي چاره يادوي او وايي چې دا يې مهم کاري لومړيتوب دی: ((نه مې د قوماندان کېدو لپاره چا ته پيسې ورکړې، نه چا په واسطه رالېږلی يم، نه له چا نه پيسې اخلم او نه د چا فرمايشونه منم. په لومړي قدم کې به په پوليسو کې بنيادي اصلاحات راولم، کې په هره سطحه وي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن