کندوز ښار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٨): د کندوز پوهنتون محصلين ادعا کوي چې په تېرو څو شپو کې پر دوى د خره غوښه خوړل شوې او ټينګار کوي چې دغه موضوع بايد جدي وڅېړل شي.
د دغې موضوع په غبرګون کې دکندوز پوهنتون محصلينو د غويي په ٢٩مه اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
د محصلينو په استازيتوب غلام محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو شپو کې د قراردادي له لوري پر دوى د خره غوښه خوړل شوې ده.
هغه وايي: ((تېر کال هم موږ ته څو ورځې د اسپ غوښه راکړل شوې وه چې بيا د پوهنتون د رييس په همکارۍ دغه موضوع حل شوه، خو سږکال يې پر موږ د خره غوښه خوړلې ده.))
همدارنګه بل محصل محمد نعيم پژواک ته وويل چې د روژې په دې مبارکه مياشت کې پر دوى د خره غوښه خوړل شوې ده.
ده زياته کړه:((دوه مياشتې کيږي چې موږ ته دغسې مشکوکه غوښه راکول کيږي، وړمه شپه موږ پرې پوه شو چې د خره غوښه ده.))
يادو محصلينو چې شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېده، له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر دغه ستونزه هواره کړي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.
په دې اړه د کندوز پوهنتون رييس خيبر سيفي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې قراردادي قصاب غوښتل چې ٦٠ کيلوګرامه شکمنه غوښه پوهنتون ته داخله کړي، خو د څېړنې د پلاوي له لوري ترې نه ده تحويل شوې.
سيفي وايي، دغه موضوع يې د ولايت او لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره شريکه کړې چې تر څېړنو وروسته به له قراردادي او قصاب سره قانوني چلند وشي.
بل لور ته د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي پژواک ته وويل چې د دې پېښې په تور تر اوسه درې تنه نيول شوي دي.
هغه وايي: ((ثابته شوې چې دغه غوښه د خره نه، بلکې د اسپې ده.))
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې په خوست کې يو شمېر قصابان د اسپې غوښې پر خرڅولو تورن شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن