کابل (پژواک، ٢٩ غویی ٩٨): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په کابل کې د ژر رسېدونکو مېوو په دویم نندارتون کې وویل، ټاکل شوې سږ کال پر ۳۰زره جريبه ځمکه د ژر او ناوخته رسېدونکو مېوو باغونه جوړ شي.
په دغه یو ورځني نندارتون کې چې د کرنې په وزارت کې جوړ شوی و، د کندوز، بلخ، سمنګان، بغلان او ننګرهار ولایتونو مېوې لکه شفتالو، زردالو او بېلابېل سابه نندارې ته اېښودل شوي وو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني په دغه نندارتون کې وویل، هغه مېوې چې نندارې ته اېښودل شوې، د معمولي مېوو په پرتله شاوخوا دوې میاشتې مخکې پخې او بازار ته وړاندې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د دغه وزارت له خوا له اقلیمي څېړنو وروسته د هېواد په څلورو زونونو کې د یادو مېوو باغونه جوړ شوي دي.
هغه وویل، دغه مېوې هغه مهال مارکېټ ته وړاندې کېږي چې تقاضا یې زیاته وي.
نوموړي زیاته کړه، همدا اوس د هېواد په ختيځ زون کې د متراکم یا ژر رسېدونکو مېوو شاوخوا درې زره جرېبه باغونه موجود دي او له دغه مساحت څخه نږدې ۱۲زره ټنه مېوه ترلاسه شوې ده.
د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې په دې موسم کې د مېوې لپاره تقاضا ډېره ده او د ژر رسېدونکو مېوو د باغونو د تولید کچه تر اوسه یوازې د ختیځ زون لپاره بسنه نه کوي.
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، په نورو زونونو کې د یادو باغونو کمې سیمې موجودې دي، خو د زراعت وزارت د باغ جوړونې رییس عثمان صافی وايي، د ژر رسېدونکو مېوو زر جرېبه باغونه د هېواد په نورو سیمو کې موجود دي.
د کرنې وزیر وویل، یاد وزارت په پام کې لري چې متراکم او غیر متراکم باغونه ډېر کړي او ټاکل شوې چې روان کال په ۳۰ زره جرېبه ځمکه د ژر او ناوخته رسېدونکو مېوو باغونه جوړ شي.
هغه وویل: ((موږ غواړو چې په افغانستان کې هم په ټولو فصلونو کې تازه مېوې ولرو او هم د کروندګرو اقتصاد تقویه شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن