ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزى بانک: د ارين بانک د تړل کېدو پرېکړه سياسي انګېزې نه لري

مرکزى بانک: د ارين بانک د تړل کېدو پرېکړه سياسي انګېزې نه لري

author avatar
19 May 2019 - 16:12
مرکزى بانک: د ارين بانک د تړل کېدو پرېکړه سياسي انګېزې نه لري
author avatar
19 May 2019 - 16:12

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٨): افغانستان د ايران "ارين بانک" جواز لغوه کړى او دغه بانک دا پرېکړه ناقانونه بللې، خو د چارو شنونکي بانکونو ته د جواز ورکول او لغوه کول د افغانستان بانک له واکونو بولي. 

د ايران ملي او صادراتي بانک په ګډه پانګونه په افغانستان کې جوړ شوى ارين بانک، د افغانستان او ايران تر منځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه په لس ميليونو ډالرو لومړنۍ پانګونه په ١٣٨٣ کال کې فعاليت پيل کړی و.   

د افغانستان بانک وياند ايمل هاشور وايي، افغانستان بانک ځکه د ارين بانک د فعاليت جواز لغوه کړ، چې دغه بانک د افغانستان د بانکي نظام قوانين نه مراعتول .

خو د ارين بانک يوه مسوول د نوم اخيستو په شرط رسنيو ته ويلي چې د ارين بانک د تړل کېدو پرېکړه غير قانوني ده او دوی له افغان حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

دی وايي، دا وخت د بانک فعاليت درول شوی، خو هڅه کېږي چې بېرته فعاليت پيل کړي.

افغان چارواکي د دغې پرېکړې تر شا هر ډول سياسي انګېزې هم ردوي او وايي، دا پرېکړه يې د مالي نظام د پياوړتيا او رڼې بانکدارۍ د دودېدو په خاطر کړې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون وايي، دا چې افغانستان کې په تېرو اتلسو کلونو کې د پيسو لېږد رالېږد ډېر زيات وو، نو يو شمېر ملي او نړيوالو بانکونو په افغانستان کې خپلې نماينده ګۍ پرانيستې، خو له بده مرغه چې دغو بانکونو د پيسو تر لېږد رالېږد پرته بل هېڅ فعاليت نه درلود.

دی وايي: "متاسفانه په افغانستان کې شته ځينو ملي او نړيوالو بانکونو پراختيايي اقتصادي کړنې، په کمه او اسانه ګټه د پورونو ورکړه او نور اقتصادي فعاليتونه نه لرل؛ چې بايد د جواز فعاليتونه يې لغو کړی شوي وای."

دی وايي، کوم څه چې مرکزي بانک د ارين بانک په اړه ويلي چې دغه بانک د افغانستان او ايران د اقتصادي اړيکې د پراختيا لپاره جوړ شوی و، خو دغه بانک خپلو ورسپارل شويو کړنو ته توجه نه لرله، نو ځکه يې د فعاليت جواز لغوه شو.

د ده په وينا، د مرکزي بانک موخه داده چې په افغانستان کې بايد خصوصي بانکونه نه يواځې د پيسو لېږد رالېږد ترسره کړي، بلکې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره بېلابېلې کړنې ترسره کړي؛ خو په هېواد کې ډېر بانکونه د پور ورکولو، اعتباردهي او ګټې اخيستنې لوړه فيصدي اخلي چې د افغان سوداګرو له خوا د لوړې

" ټکټاني" ورکړه ناشونې ده.

سيحون د ارين بانک له خوا د وضاحت غوښتنې په اړه وايي: "ارين بانک حق لري وضاحت وغواړي چې د کومو انګېزو له مخې يې فعاليت بند شوی، ايا د شته واقعيتونو په رڼا کې عمل شوى او که نه؟ خو په هر حال؛ دا د مرکزي بانک له واکونو څخه دی چې چاته جواز ورکوي او له چا جواز اخلي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.