ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې چاودنې د یوه ایراني په ګډون دوه کسان ووژل

author avatar
19 May 2019 - 23:06
author avatar
19 May 2019 - 23:06

هرات (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): په هرات ولایت کې د چاودنې له امله د یوه ایراني په ګډون دوه کسان وژل  شوي ، بلخوا په فاریاب کې هم چاودنې اته کسان ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک ته وویل، چې نن ترغرمې وروسته په غوریان ولسوالۍ کې پر یوه رنجر موټر چاودنه شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې په دې رنجر کې دوه ایراني کارکوونکي چې د اورګاډي لیکې  دجوړولو په پروژه کې کار کوی، هم سپاره وو.

د فرهاد په وینا، په دې چاودنه کې یو ایرانی وګړی او یو پولیس وژل شوي ، بل ایرانی او یو پولیس ټپي دي.

د یو بل خبر له مخې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د هوان مرمې د لګیدلو له امله اته ملکیان ټپیان شوي دي.

د المار ولسوال محمد صالح پژواک ته وویل، چې د ماښام پر مهال د ولسوالۍ په بازار کې د هوان یوه مرمۍ لګیدلې، چې له امله یې ددریو ماشومانو په ګډون اته کسان ټپیان شوی دي.

د هغه په وینا، دا نه ده معلومه، چې هوان د چا لخوا فیر شوی و.

د یادو پيښو په اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.