غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ افغان ځواکونو د اندړو او ده يک ولسواليو په مربوطاتو کې د هوا او ځمکې له لارې عمليات کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه عمليات د ده يک ولسوالۍ په پايلوچ، کهنه ده او ذاکر او د اندړو ولسوالۍ په نظرخان ګولايي سيمو کې ترسره شوي دي.
ده وويل چې د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو د درېيو ډلمشرانو حکيم، ريحان، او طه په ګډون ١٨ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د ده يک يوه اوسېدونکي محمد شفيق پژواک ته وويل چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((زموږ په ولسوالۍ کې د طالبانو فعاليتونه ډېر زيات دي، زموږ د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک پر سر طالبان ولاړ وي، خلک او موټر تلاشي کوي.))
خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره ورځ په غزني کې د هوايي بريد پر مهال يو ملا امام او دوه عام وګړي وژل شوي دي.
مجاهد په غزني کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو موضوع رد کړه.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن