د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: دولت د خاکرېز او طالبانو د کندهار- اروزګان لارې تړلې دي

خلک: دولت د خاکرېز او طالبانو د کندهار- اروزګان لارې تړلې دي

May 19, 2019 - 14:52

کندهار (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸):عام خلک او موټر چلوونکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان لار تړلې ده او هېچا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د دوی په خبره، وسله والو طالبانو دغه لاره د امنیتي چارواکو له خوا د خاکرېز لارې بندېدو په غبرګون کې تړلې ده.

خلک وايي، د لارې بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او حکومت دې یې د ژر خلاصولو لپاره اقدام وکړي.

عطا محمد د کندهار- اروزګان په لار ټکسي چلوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن څويمه ورځ ده چې وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان لاره د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې ده.

هغه زیاته کړه، طالبانو له هغه وروسته دغه لار تړلې چې امنیتي ځواکونو د خاکرېز لار وتړله.

دی وايي، طالب مشرانو موټر چلوونکو او ځايي خلکو ته ویلي، تر هغه چې امنیتي ځواکونو د خاکرېز لار نه وي خلاصه کړې پر دې لار تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي.

خو د ده په خبره، دغې ستونزې خلک له راز راز کړاوونو سره مخ کړي او دواړه لوري دې د روژې په دې میاشت کې د خلکو له ځورولو لاس واخلي او لارې دې پرانیزي.

د کندهار- اروزګان لارې بل موټر چلوونکی عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وویل، مشکل د حکومت او طالبانو ترمنځ دی خو زور یې له ولس څخه خېژي.

دی وايي، حکومت د خاکرېز لار وتړله ،طالبانو د اروزګان لار وتړله، دواړه طرفونه ولس پر سر وهي.

د ده په وینا، له کلونو راهیسې دغه لاره کنډو کپر او نا امنه ده خو بیا هم د خلکو د تګ راتګ لپاره غنیمت و چې اوس یو مخ وتړل شوه.

عبدالغفور وايي، دا چې روژه ده او په دې میاشت کې د خلکو اړتیاوې او تګ راتګ ډېر وي، دواړه لورو ته په توکو بار موټرونو بند پاتې دي او د لارې د پرانیستلو انتظار باسي.

یو شمېر موټر ځايي اوسېدونکو او چلوونکو دا هم وویل چې د دغې ستونزې د حل لپاره والي ته هم ورغلي دي.

د محمد یوسف په نوم یوه ځایي اوسېدونکي وویل د لارې د بندېدو له امله د اروزګان ولایت تر د کندهار

شمالي ولسوالۍ هم اغېرمنې شوي دي.

دی وايي، دغه ستونزه یې له والي حیات الله حیات سره شریکه کړې او هغه ته یې ویلي چې د خلکو له خوراکي او غیر خوراکي توکو ډک موټرونه په دښتونو کې د لارې د خلاصون په هیله بند ولاړ دي چې د اروزګان او یو شمېر شمالي ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

د ده په خبره، خلکو له والي وغوښتل چې د لارې د خلاصېدو تر څنګ دې د لارې د خوندیتوب او جوړولو لپار هم لاس په کار شي.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې دغه لاره تړل شوې او د خلاصون لپاره یې موټر چلوونکي او نور ځايي اوسېدونکي ولایت مقام ته ورغلي وو.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان تل د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو په خاطر ولسي خلک سپر ګرځوي او هغوی قرباني کوي.

دی وايي، والي ستونزه له امنیتي ځواکونو سره شریکه کړې او هغوی یې ته سپارښتنه کړې ده چې د لارې د خلاصون لپاره ځانګړي عملیات تر سره کړي، لاره خلاصه کړي او خلک له ستونزو خلاص کړي.

د خاکرېز لارې په اړه عزیزي وویل چې د ولسوالۍ عمومي لاره وسله والو طالبانو په ماینونو بنده کړې او چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

هغه رد کړه چې ګواګي دغه لار دې د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوي وي، بلکې دی وايي، عمومي لار وسله وسله والو طالبانو ترلې ده.

په دې اړه مو د امنتیي ځواکونو د نظر اخیستو هڅه وکړه خو له اوږد انتظار وروسته هم و نه توانېدو.

بلخوا وسله والو طالبانو هم په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې په داسې حال کې د اروزګان او خاکرېز لارې تړلي چې وسله والو طالبانو په شمالي ولسوالیو کې یې په خپلو بریدونو کې ډېروالی راوستلی دی.

خاکرېز، شاولیکوټ، میوند، میانشین او نېش د کندهار له شمالي ولسوالیو دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement