ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تدارکاتو کمېسيون ۱۸ پروژې منظور کړې

د تدارکاتو کمېسيون ۱۸ پروژې منظور کړې

author avatar
19 May 2019 - 17:00
د تدارکاتو کمېسيون ۱۸ پروژې منظور کړې
author avatar
19 May 2019 - 17:00

کابل (پژواک،٢٩ غويى ٩٨): د کرومایټ کانونو د تړونونو د تعدیل د منظورۍ ترڅنګ د ۳،۵۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ تدارکاتي پروژې منظور شوې.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې ۱۹ تدارکاتي موارد وارزول شول چې په پایله کې یې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳،۵۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ موارد منظور کړل.

سرچينه زياتوي، سربېره پر دې د بلخ (مزار شریف) د حلقوي سړک د پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت ټاکل شوي پلاوي راپور تر اورېدلو وروسته کمېسیون تائید او ترانسپورټ وزارت ته یې دنده وسپارله چې ژر د دې پروژې کار پيل کړي. 

 په همدې حال کې د کرومایت د فعاله شپږو تړونونو د وضعیت په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ټاکل شوي پلاوي خپل راپور ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته دغه وزارت ته صلاحیت ورکړل شو، ترڅو قراردادیانو سره هر اړخیزې خبرې وکړي او د هغې په رڼا کې تصمیمونه ونیسي.

دغه راز د عامه ساتنې لوی ریاست په ۱۳ پروژو کې د کار له امله د پیسو د نه ورکړې په اړه د کورنیو چارو وزارت د قراردادي او ۱۲ شرکتونو وړاندیز غونډې ته وړاندې شو، کمېسیون تصمیم ونیو چې دا شرکتونه دې هم د قراردادیانو په هغه لېست کې شامل شي چې تر ارزونې لاندې دي.

د غونډې په بله برخه کې ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندانۍ د اړتیا وړ ۱۸ قلمه حبوباتو او د تهیه او تدارک قرارداد د اوومې برخې د فسخې د منظورۍ په اړه د ملي دفاع وزارت وړاندیز هم منظور شو.

له بله پلوه د کمېسیون غړو په دې ناسته کې د اجنډا مطابق د پخوانیو فیصلو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې منظور شوې.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو سربېره د دې ادارې مسوولینو، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، سيګار او غوڅ ملاتړ ادارې سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.