ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کانال ۲۵ جريبه ځمکه له غاصبينو را ګرځول شوې ده

د ننګرهار د کانال ۲۵ جريبه ځمکه له غاصبينو را ګرځول شوې ده

author avatar
19 May 2019 - 14:46
د ننګرهار د کانال ۲۵ جريبه ځمکه له غاصبينو را ګرځول شوې ده
author avatar
19 May 2019 - 14:46

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غويی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په ترڅ کې يې د کانال اړوند ۲۵ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغوله.

پر دغو ځمکو باندې د سيمې د خلکو له لوري د غنمو فصلونه کرل شوي وو او باغونه پرې هم جوړ شوي وو چې د غويي په ۲۹مه د کانال ادارې له لوري د پوليسو په مرسته ټول واړول شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په يوه خبري کنفرانس کې وويل، په دې وروستيو کې د ځمکو د غصب مخنيوي په موخه يې هڅې ګړندۍ کړې او په تېرو څو ورځو کې يې څلور غاصبين نيولي دي.

هغه وايي، نن د کانال ادارې اړوند ۲۵ جريبه ځمکه د محکمې له فيصلې وروسته له غصب خلاصه او د کانال ادارې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار د عدليې رييس مستوخان هلال وايي چې په سيمه کې غاصبينو ۲۸ جريبه ځمکه غصب کړې وه چې د محکمې له پرېکړې سره سم ۲۵ جريبه ترې وګرځول شوه او درې جريبه به تر هغه وخته که غاصبين پر محکمې کومه ادعا لري له هغوی سره وي چې تر وروستۍ محکمې وروسته به هغه ترې هم د کانال ادارې ته وسپارل شي.

د ننګرهار کانال رييس پروېز علي وويل، د کانال ادارې د ځمکو راګرځېدل د دې ادارې د عوايدو په لوړېدو، حاصلاتو په ډېرېدو او خلکو ته د کارموندنې په برخو کې ډېره ګټه رسوي.

هغه زياته کړه، د دې ادارې له څلور زره جريبه ډېره ځمکه غصب شوې چې ولايتي ادارې ورسره د ټولو ځمکو د راګرځولو ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار کانال ادارې خبرداری ورکړی و چې د خپلو ټولو غصب شوو ځمکو د راګرځولو لپاره به د پوليسو په همکارۍ هلې ځلې چټکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.