ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې غړى نياز ولي شينوارى: د رحماني د ساتونکو له خوا وډبول شوم

د ولسي جرګې غړى نياز ولي شينوارى: د رحماني د ساتونکو له خوا وډبول شوم

author avatar
19 May 2019 - 18:44
د ولسي جرګې غړى نياز ولي شينوارى: د رحماني د ساتونکو له خوا وډبول شوم
author avatar
19 May 2019 - 18:44

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٨): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى نياز ولي مسلم شينوارى وايي چې نن د ولسي جرګې په کړکېچ کې دى د مير رحمان رحماني د ساتونکو له خوا ووهل او وډبول شو.

پرون د ولسي جرګې د رياست لپاره د کمال ناصر اصولي او مير رحمان رحماني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې، خو هېچا مطلوبې ١٢٤ رايې ترلاسه نه کړې؛ خو رحماني چې ١٢٣ رايې يې ترلاسه کړې وې، د مؤقت رييس له خوا بريالى اعلان شو چې ورسره په ولسي جرګه کې شخړه رامنځته شوه.

د ولسي جرګې يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لومړى ښځو وکيلانو رحماني او اصولي ته اجازه ورنه کړه چې د رياست پر څوکۍ کېني او د وکيلانو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.

د ننګرهار د خلکو استازى نيازولي مسلم شينواري، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې په ولسي جرګه کې د رياست پر چوکۍ ستونزه پېښه شوه، نو د تالار دننه ګڼه ګوڼه کې د رحماني دوه تنه ساتونکي چې تومانچې او برچې ورسره وې، پر ده ګوزار وکړ.

د ده په وينا، په دې سره ده هم پر يوه وار وکړ او اوس هملته د جرګې په نظارتخانې کې دى او بل تن په تالار کې نادرکه شو. د دغه اخ و ډب ويډيو هم څو تنو وکيلانو کړې ده.

دى وايي، د ده غوښتنه دا ده چې ياد کسان دې لويې څارنوالۍ ته معرفي شي، خو د ملي شورا امنيتي مرستيال حاجي ابراهيم له ده غواړي چې ياده موضوع دې نه رسمي کوي.

مسلم شينوارى زياتوي چې نن ناوخته د ولسي جرګې له يو شمېر نورو غړو سره پر دې او د ولسي جرګې د رياست په اړه موضوع باندې خبرې کوي او ټينګار يې دا دى چى ياده موضوع دې رسمي شي او عاملينو ته دې يې سزا ورکړل شي.

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سيد احمد سېلاب هم وايي، ده وليدل چې د رحماني ساتونکو د نيازي ولي بې عزته وکړي او هغه يې په څاپېړو وواهه.

د هغه په خبره، تر دې وروسته وکيلان لاس په کار شول او دا شخړه يې پاى ته ورسوله.

پژواک هڅه وکړه چې د يادې موضوع په اړه د رحماني او يا هم حاجي ابراهيم نظر واخلي، خو ونه توانېد.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.