د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک د نه کارولو په اړه وضاحت وغوښت

مشرانو جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک د نه کارولو په اړه وضاحت وغوښت

May 19, 2019 - 17:09

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د نوم لیکنې په بهیر کې د بایومټریک ماشینونو د نه کارولو په تړاو د ټاکنو کمېسیون پرېکړه د قانون خلاف ګني او وايي، کمېسیون باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

د راپورونو له مخې، ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر پر مهال دې له بایومټریک ماشینونو څخه استفاده نه کېږي.

یاد کمېسیون د خپلې دې پرېکړې لامل د وخت کمښت، د امکاناتو نه شتون او د بایومټریک ماشینونو د نه موجودیت له امله له بایومټریک ماشینونو څخه استفاده نه کول بللی دی.

خو د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوڅ ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه د قانون خلاف ده او پوښتنې یې پیدا کړې دي.

هغه زیاته کړه، د کمېسیون په داخل کې اختلافونه زیات شوي او که دغه ډول وضعیت دوام ولري یاد کمېسیون نه شي کولای رڼې، عادلانه او د ټولو د منلو وړ ټاکنې ترسره شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم وویل: ((موږ د قانون مطابق ولسمشرۍ ټاکنې غواړو او نه غواړو چې د ۹۳ او ۹۷ کال ټاکنې تکرار شي.))

د مشرانو جرګې بل غړي محی الدین منصف وویل، د نوم لیکنې پر مهال د بایومټریک نه کارولو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې او د ټاکنو کمېسیون په خپله دې پرېکړه په څرګنده توګه قانون نقض کړی دی.

هغه وویل، خلکو د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو پر طریقه خپل باور له لاسه ورکړی او اندېښمن دي چې راتلونکې ټاکنې به پر ناورین بدلې شي.

د جرګې یو شمېر غړو په دې اړه له ټاکنو کمېسیون څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، د لا ډېر وضاحت او د جرګې د غړو د اندېښنو د لرې کېدو لپاره راتلونکې سه شنبه د ټاکنو کمېسیون مسوولان د دې جرګې عمومي ناستې ته راغواړو.

هغه زیاته کړه، مشرانو جرګه به د کمېسیون د مسوولانو تر څرګندونو وروسته په ټاکنو کې د بایومټریک ماشیونونو د کارونې او نه کارونې په اړه تصمیم ونیسي.

د ټاکنو یو شمېر څارونکو بنسټونو هم ویلي چې د کمېسیون یاده پرېکړه د راتلونکو ټاکنو په مدیریت کې کمزوري په ډاګه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement