کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د نوم لیکنې په بهیر کې د بایومټریک ماشینونو د نه کارولو په تړاو د ټاکنو کمېسیون پرېکړه د قانون خلاف ګني او وايي، کمېسیون باید په دې اړه وضاحت ورکړي.
د راپورونو له مخې، ټاکنو کمېسیون پرېکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر پر مهال دې له بایومټریک ماشینونو څخه استفاده نه کېږي.
یاد کمېسیون د خپلې دې پرېکړې لامل د وخت کمښت، د امکاناتو نه شتون او د بایومټریک ماشینونو د نه موجودیت له امله له بایومټریک ماشینونو څخه استفاده نه کول بللی دی.
خو د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوڅ ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه د قانون خلاف ده او پوښتنې یې پیدا کړې دي.
هغه زیاته کړه، د کمېسیون په داخل کې اختلافونه زیات شوي او که دغه ډول وضعیت دوام ولري یاد کمېسیون نه شي کولای رڼې، عادلانه او د ټولو د منلو وړ ټاکنې ترسره شي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم وویل: ((موږ د قانون مطابق ولسمشرۍ ټاکنې غواړو او نه غواړو چې د ۹۳ او ۹۷ کال ټاکنې تکرار شي.))
د مشرانو جرګې بل غړي محی الدین منصف وویل، د نوم لیکنې پر مهال د بایومټریک نه کارولو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې او د ټاکنو کمېسیون په خپله دې پرېکړه په څرګنده توګه قانون نقض کړی دی.
هغه وویل، خلکو د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو پر طریقه خپل باور له لاسه ورکړی او اندېښمن دي چې راتلونکې ټاکنې به پر ناورین بدلې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن