جلال اباد (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): چارواکي وايي چې د ننګرهار په دوو ولسواليو کې د جلا عملياتو پر مهال لس داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوه سرګروپ په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۲۹مه پژواک ته وويل، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د اشرف په نوم چې پر تور غر او اسلم هم مشهور وو، د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور مشکوک کسان له دوی سره د اړیکو په تور ژوندي نیول شوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول، کله چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.
دی زياتوي، له وسله والو کسانو د جګړې پر مهال دوه میله کلاشینکوفونه، یوه پاکستانۍ وسله، یوه پرتله، پنځه شاجورونه او یو شمېر نور توکي هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي .
هغه ډاډ ورکړ چې په دغو عملیاتو کې سرتېرو او عامو خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې يو وسله وال ټپي او د هغوى دوه موټر هم له منځه وړل شوي دي.
وسله الو طالبانو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن