د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو کسانو په فاریاب کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي برید کړی

وسله والو کسانو په فاریاب کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي برید کړی

May 19, 2019 - 18:47

شبرغان (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): د تاوتریخوالي قرباني کورنۍ چې له فاریاب څخه یې جوزجان ته پنا راوړې، ادعا کوي چې وسله والو کسانو یې پر دوو لوڼو ډله ییز برید کړی او د عدالت غوښتنه کوي.

دغه راز یادې کورنۍ له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال ادعا کړې چې دغه پېښه د فاریاب ولایت د قرمقل ولسوالۍ په یوسف میرزای کلي کې ، چې دوی په کې اوسېدل، رامنځته شوې، طالبان مني چې یاده پېښه د دوی تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې، او له تجاوز کوونکو سره به قانوني چلند به وشي.

د یادو نجونو پلار پژواک ته وویل، د روژې میاشتې پر لومړۍ د شپې یوه بجه یې یو شمېر وسله وال کور ته د ننه شول او د کوټو ښيښې یې ماتې کړې او د خوب کوټې ته ننوتل.

د ده په خبره، یادو کسانو لومړى د کور برېښنا قطع کړه او وروسته یې د کورنۍ پر ټولو غړو د وهلو ټکولو پیل وکړ، د ده او مېرمنې لاس او پښې یې وتړل او د دوی ۱۴ کلنه او ۱۶ کلنه لوڼې یې مېلمستون ته یوړې او شپږو کسانو پرې ډله ییز تیرى وکړ.

نوموړي په ټینګار سره وویل: ((دوو وسله والو کسانو چې زه یې پېژنم، له یو شمېر نورو کسانو یې زما دوه لوڼې بلې کوټې ته انتقال کړې، ما دوی ته ډېر عذر وکړ چې په لوڼو مې لاس پورته نه کړي، خو دوی زه ووهلم او له مېرمنې سره یو ځای یې په یوه کوټه کې بند کړم.))

هغه روښانه کړه، په ډېر مشکل یې لاس او پښې خلاصې او د دروازې تر ماتولو وروسته کوڅې ته ووت او په لوړو چیغو او فریاد یې له ګاونډیانو څخه مرسته وغوښتله، خو هېڅوک یې مرستې ته رانغلل.

هغه زیاته کړه، له دغه بد عمل وروسته يې د یوې لور ژبه بنده شوې او په ډېره سختۍ خبرې کوي.

له یادو دوو نجونو چې ډله ییز برید پرې شوی، یوه وايي: ((وروسته له دې چې مور او پلار مې یې ووهل، د کور برېښنا یې پرې کړه، زه او خور مې یې مېلمستون ته انتقال کړو او هلته شپږو کسانو راباندې تېری وکړ، خو موږ د دوو کسانو چې صبغت الله او حمیدالله نومېږي او مخکې زموږ ګاونډیانو وو، څېرې وپېژندلې.))

په ورته وخت کې د یادو نجونو مور وايي: ((موږ د یادې پېښې په اړه په سیمه کې د طالبانو مشرانو ته وویل او هغه دوه کسان مو چې لوڼې مو پېژندلي وو او مخکې زموږ ګاونډیان وو، ور معرفي کړل.))

هغه روښانه کړه، طالبانو یې له لورګانو سره خبرې کړې او د دغه جریان په اړه یې لازمې څېړنې ترسره کړې، خو سره له دې چې قضیې ته رسېدنه نه ده شوې، بلکې په دې وروستیو کې ځینو وسله والو دوی ته د مرګ ګواښ کړی او دوی مجبور شوي چې خپل کور پرېږدي او شبرغان ته پناه یوسي.

هغه له حقوقي بنسټونو غواړي چې لږ تر لږه دې د دوی د لورګانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړي څو د قضیې له عاملینو سره قانوني چلند وشي او جزا ورکړل شي.

په ورته وخت کې د اندخوی ولسوالۍ یوه امنیتي منسوب عبادالله ذکي یاده پېښه تایید کړه او وايي، د یادې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازاتو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((هغه کسان چې یاد یې عمل ترسره کړی، د محمد الله او ملا امین په نوم د وسله والو په ډله پورې اړه لري او د معلوماتو له مخې، دغه کسان له زیانمنې شوې کورنۍ سره خپلوي هم لري.))

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو سرګروپ ته د زیانمنې کورنۍ له شکایت وروسته د قضیې یوه عامل خپل جرم منلی او ویلي یې دي، مخکې یې له دغو نجونو یوه غوښتې وه، خو کورنۍ یې نه وه ورکړې.

خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد ویلي، دغه موضوع څېړي او له عاملینو سره یې جدي چلند کېږي.

هغه زیاته کړې: ((هغه کسان چې دغه عمل یې کړی دی، په طالبانو پورې اړه نه لري، خو دغه پېښه زموږ تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.))

مجاهد زیاته کړې، ځینې کسان دغه پېښه د پروپاګند لپاره په طالبانو پورې تړي چې حقیقت نه لري او دروغ دي.

په ورته وخت کې د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د بشري حقونو د سازمان ریسې مغفرت صمیمي د یادې پېښې په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: ((که دې قضیې ته رسېدګي ونه شي، ډېرۍ نورې کورنۍ به هم د دغه ډول ظلم قرباني شي.))

هغې وویل: ((موږ له نړیوالو سرچینو غواړو چې د فشار راوړلو له لارې طالبان مجبور کړي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د دغه ډول پېښو مخه ونیسي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement