ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو کسانو په فاریاب کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي برید کړی

وسله والو کسانو په فاریاب کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي برید کړی

author avatar
19 May 2019 - 18:47
وسله والو کسانو په فاریاب کې پر دوو نجونو ډله ییز جنسي برید کړی
author avatar
19 May 2019 - 18:47

شبرغان (پژواک، ۲۹ غویی ۹۸): د تاوتریخوالي قرباني کورنۍ چې له فاریاب څخه یې جوزجان ته پنا راوړې، ادعا کوي چې وسله والو کسانو یې پر دوو لوڼو ډله ییز برید کړی او د عدالت غوښتنه کوي.

دغه راز یادې کورنۍ له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال ادعا کړې چې دغه پېښه د فاریاب ولایت د قرمقل ولسوالۍ په یوسف میرزای کلي کې ، چې دوی په کې اوسېدل، رامنځته شوې، طالبان مني چې یاده پېښه د دوی تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې، او له تجاوز کوونکو سره به قانوني چلند به وشي.

د یادو نجونو پلار پژواک ته وویل، د روژې میاشتې پر لومړۍ د شپې یوه بجه یې یو شمېر وسله وال کور ته د ننه شول او د کوټو ښيښې یې ماتې کړې او د خوب کوټې ته ننوتل.

د ده په خبره، یادو کسانو لومړى د کور برېښنا قطع کړه او وروسته یې د کورنۍ پر ټولو غړو د وهلو ټکولو پیل وکړ، د ده او مېرمنې لاس او پښې یې وتړل او د دوی ۱۴ کلنه او ۱۶ کلنه لوڼې یې مېلمستون ته یوړې او شپږو کسانو پرې ډله ییز تیرى وکړ.

نوموړي په ټینګار سره وویل: ((دوو وسله والو کسانو چې زه یې پېژنم، له یو شمېر نورو کسانو یې زما دوه لوڼې بلې کوټې ته انتقال کړې، ما دوی ته ډېر عذر وکړ چې په لوڼو مې لاس پورته نه کړي، خو دوی زه ووهلم او له مېرمنې سره یو ځای یې په یوه کوټه کې بند کړم.))

هغه روښانه کړه، په ډېر مشکل یې لاس او پښې خلاصې او د دروازې تر ماتولو وروسته کوڅې ته ووت او په لوړو چیغو او فریاد یې له ګاونډیانو څخه مرسته وغوښتله، خو هېڅوک یې مرستې ته رانغلل.

هغه زیاته کړه، له دغه بد عمل وروسته يې د یوې لور ژبه بنده شوې او په ډېره سختۍ خبرې کوي.

له یادو دوو نجونو چې ډله ییز برید پرې شوی، یوه وايي: ((وروسته له دې چې مور او پلار مې یې ووهل، د کور برېښنا یې پرې کړه، زه او خور مې یې مېلمستون ته انتقال کړو او هلته شپږو کسانو راباندې تېری وکړ، خو موږ د دوو کسانو چې صبغت الله او حمیدالله نومېږي او مخکې زموږ ګاونډیانو وو، څېرې وپېژندلې.))

په ورته وخت کې د یادو نجونو مور وايي: ((موږ د یادې پېښې په اړه په سیمه کې د طالبانو مشرانو ته وویل او هغه دوه کسان مو چې لوڼې مو پېژندلي وو او مخکې زموږ ګاونډیان وو، ور معرفي کړل.))

هغه روښانه کړه، طالبانو یې له لورګانو سره خبرې کړې او د دغه جریان په اړه یې لازمې څېړنې ترسره کړې، خو سره له دې چې قضیې ته رسېدنه نه ده شوې، بلکې په دې وروستیو کې ځینو وسله والو دوی ته د مرګ ګواښ کړی او دوی مجبور شوي چې خپل کور پرېږدي او شبرغان ته پناه یوسي.

هغه له حقوقي بنسټونو غواړي چې لږ تر لږه دې د دوی د لورګانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړي څو د قضیې له عاملینو سره قانوني چلند وشي او جزا ورکړل شي.

په ورته وخت کې د اندخوی ولسوالۍ یوه امنیتي منسوب عبادالله ذکي یاده پېښه تایید کړه او وايي، د یادې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازاتو لپاره هڅې روانې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.